د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: نوالني په خپل ملاتړ مظاهرې ستایلې دي


په مسکو کې پولیسو یو مظاهره کوونکی ګرفتار کړی. د ۲۰۲۱ز د اپرېل ۲۱مې انځور.
په مسکو کې پولیسو یو مظاهره کوونکی ګرفتار کړی. د ۲۰۲۱ز د اپرېل ۲۱مې انځور.

د روسيې اپوزيشن مشر الېکسیې نوالني د هغه د خوشې کولو لپاره په ټول هېواد کې احتجاجي مظاهرې ستایلې دي او هیله مندي یې ښوولې ده.

نوموړی د مارچ له ۳۱مې راهیسې په زندان کې د نه خوړلو په احتجاج دی او رپورټونه وايي، روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

نوالني په پښو او ملا کې د درد شکایت کاوه او له ډاکترانو سره یې د لیدو غوښتنې پوره کېدو لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ.

نوالني د اپرېل پر ۲۲مه پر خپله انسټاګرام پاڼه د اپرېل ۲۱مې ولسي احتجاجونه د روسیې ازادي وبلله.

روسيو پولیسو د مظاهرو پر مهال له ۱،۷۰۰ څخه زیات کسان نيولي دي چې پکې لږ تر لږه ۱۰ خبریالان هم شامل دي.

د بښنې نړيوال سازمان ايمنستي انټرنیشنل د مظاهره چيانو او خبریالانو ګرفتاري پر بنیادي ازاديو یو ګوزار بللې.

نوالني چې په جنورۍ کې له جرمني روسیې ته ستون شو نو پولیسو د مسکو پر هوايي ډګر ونیوه او بیا یې زنداني کړ.

په عين حال کې د اروپا پارلېماني شورا پر روسیې غږ کړې چې نوالني دې سمدستي خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG