د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د کووېډ- ۱۹ نویو پېښو جهاني رېکارډ


هند کې د ښخولو او سوځولو په ځایونو کې د مړو د زیاتوالي داسې ښکاري چې د کوېډ- ۱۹ له کبله د خلکو د مړینې شمېر له رسمي شمېره زیات دی.
هند کې د ښخولو او سوځولو په ځایونو کې د مړو د زیاتوالي داسې ښکاري چې د کوېډ- ۱۹ له کبله د خلکو د مړینې شمېر له رسمي شمېره زیات دی.

هند د اپرېل پر ۲۲مه د ۳۱۴،۸۳۵ کسانو د کورونا کېدو خبر ورکړ چې دا د نړۍ پر سطح په ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوی شمېر دی.

د وبا دا لویه دویمه څپه د ۱،۳ اربه اوسېدونکو هېواد د جهاني وبا په مرکز بدلوي.

په هند کې په ۲۴ ساعتونو کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۲،۱۰۴ کسان وژلي چې ورسره په یوه شواروز (شپه او ورځ) کې د مړو شمېر هم رېکارډ کچ ته لوړ شو.

د هېواد په روغتونونو کې اکسیجن په ختمېدو دی او هسپتالونه د ځای نه لرلو له وجې ګڼ ناروغان ستنوي.

ځايي رسنیو د طبي سامانونو د لوټلو او د کورنیو له لوري له مړو څخه د اکسیجن سېلېنډرونو اخیستو او خپلو ناروغانو ته د لګولو د پېښو خبرونه ورکړي.

هند کې د مړیو سوځولو لپاره لرګي نه ملاوېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

هند چې د نړۍ دویم تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد دی پکې تر اوسه په وایرس د وړجنو کسانو رسمي شمېر ۱۵،۹ میلیونه ته رسېدلی او د وژلیو رسمي شمېر ۱۸۵،۰۰۰ دی، خو له دې ارقامو ښايي د کړکېچ د اصلي حالت پته و نه لګي.

تر امریکا وروسته په هند کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

ځايي رسنۍ، رویټرز اژانس او فنانشل ټایمز ورځپاڼه وايي، د هند یو شمېر ښارونه د جسدونو د سوځلو او ښخولو شمېر له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شویو له رسمي ارقامو خورا زیات ښيي.

په پلازمېنه دلي کې له هرو درو څخه د یو کس د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت خېژي چې د وبا د سطحې د لویوالي ښکارندويي کوي.

د هېواد پر سطح د مثبتېدو شرح تر ۲۰ فیصده لږه ټیټه ده.

په نوي دلي کې سخت ټولبند لګېدلی. تر دې مخکې په ځینو نورو ایالتونو او ښارونو کې هم ورته محدودیتونه لګول شوي چې د وایرس د لا زیات خپراوي مخه ونیولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG