د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر ایسټبلشمنټ مخالف خبریال ابصار عالم مرګونی برید


ابصار عالم
ابصار عالم

پاکستانی نومیاتی خبریال ابصار عالم په سېشنبه د خپل کور مخې ته په ګولۍ ویشتل شوی دی.

ابصار عالم د ایسټبلشمنټ ضد نظرلرونکي په نوم پېژندل کېږي او دی پرله پسې پر پوځي جنرالانو نیوکې کوي چې هغوی په ولسي چارو کې لاسوهنه کوي.

پر ټویټر خپره شوې ویډيو کې ابصار عالم چې په ټپي حالت کې وو، وویل، هر هغه چا چې پر ده یې برید کړی، په دغه ډول چلونو دی له خپلې لارې نه شي اړولی.

دی وايي، ''مرمۍ مې په خېټه کې معده کې نښتې ده، زما پیغام هغو خلکو ته دی چې زه یې ویشتلی یم، نو په دغه ډول کړنو زه نه ډارېږم او نه به هېڅکله به له خپلې لارې واوړم.'' په ویډيو کې دی هسپتال ته وړل کېږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد بیګاه په ټویټر لیکلي، په دغه اړه د پلټنو لپاره يي د اسلام اباد د پولیسو مشر ته امر کړی دی او په برید کې ککړ کسان به زر تر زره ونیول شي.

ابصار عالم وړاندې د انګرېزۍ ورځپاڼې 'دې نیشن' اېډیټر او د پاکستان الیکټرونیک میډیا سمبالولو ادارې مشر پاته شوي دي.

ابصار عالم د پاکستان پوځي ایسټیبلشمنټ ډېر سخت منتقید په نامه پېژندل کېږي. په ورستیو کې هغه په یوه ټویټ کې کښلي کله چې دی د پیمرا مشر وو نو څنګه به د استخباراتي ادارو لوړپوړو چارواکو ورته امر کاوه.

په پاکستان کې بیا بیا خبریالیان تر بریدونو لاندې راځي په ۲۰۱۴ز کال کې خبریال حامد میر هم په کراچۍ ښار کې ناڅرګندو وسله والو په ګولیو وویشت.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG