د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رانيال ولس وايي پر نري پُل يې تګ راتګ ژوند له خطر سره مخامخوي


د رانیال کلي اوسیدونکي وايي، پُل په ډېر خراب حالت کې دی نو ډېر ځله ترې ګاډي لاندې لوېدلي چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د رانیال کلي اوسیدونکي وايي، پُل په ډېر خراب حالت کې دی نو ډېر ځله ترې ګاډي لاندې لوېدلي چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د شانګلې رانیال کلی له نورو سیمو سره د تختو او رسۍ نه په جوړ شوي یو کمزوري پُل تړلی دی.

د کلي خلک وايي، د رسیو او تختو دا پُل اوس بېخي په خراب حالت کې دی او تل دا وېره موجوده وي چې ونه لوېږي. دوی وايي حکومت شپږ کاله وړاندې په دغه سیمه کې د یوه پاخه پل د جوړولو منظوري ورکړې وه چې تر اوسه نه دی جوړ شوی.

د رانیال کلي یو اوسېدونکی عمران وايي، له دې پُل نه د هغوی د کلي ترڅنګ د ۱۱ نورو کلیو خلک هم ګټه پورته کوي خو دا چې پل په ډېر خراب حالت کې دی نو ډېر ځله ترې ګاډي لاندې لوېدلي چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. هغه وايي، د پاسیه، چیشتو، سانګړۍ، بره دوڼۍ، اشاړي سر او د ځینو نورو کلیو خلک هم چې ښاري سیمو ته ځي نو لار یې پر هم دې پله باندې ده.

د رانیال کلي خلک ښار ته د تلو لاره یواځې پر همدې پله باندې لري
د رانیال کلي خلک ښار ته د تلو لاره یواځې پر همدې پله باندې لري

د رانیال کلي یوبل اوسېدونکی فرمان علي وايي، هغوی د پاخه پل د جوړولو لپاره وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي، خو ټیکه دار پرې اساسي کار نه پیلوي او د هغه په وینا حکومت هم ځان غلی نیولی دی.

د شانګلې مرستیال کمېشنر واجد خان د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د پاخه پل د جوړولو پروژه له مرکزي حکومت سره ده، هغوی په وار وار غوښتنه کړې ده چې دا دې ورغول شي خو د بجټ د کموالي له کبله تر اوسه پاتې دی.

د شانګلې د نورو کلو په شان رانیال هم یو وروسته پاتې کلی دی چې د ژوند له سهولتونو بې برخې دی او خلک یې د نادارۍ ژوند تېروي. د سیمې خلک د کار روزګار لټولو لپاره پر همدې پله باندې ښاري سیمو ته تګ راتګ کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG