د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست
په پاکستان کې که څه هم له ډيرې مودې راهيسې بېلا بېل نشيي مواد کارول کېږي خو له تيرو څو کلونو راهيسې هلته د ميتام فيټامين يا ايس په نوم نشه خپره شوې چې يوشمېر ځوانان او ان ځېنې ښځې هم په اخته شوې دي.
دا نشه د انسان مرکزي عصبي نظام اغېزمنوي او د نورو نشو پرتله زياته خطرناکه او تاواني بلل کېږي.
د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې په پاکستان کې د ايس نشې پر خپرېدو، استعمال او اغېز بحث شوی دی.
دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.