د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار د افغان سرتېرو دفاع په اړه د ولسمشر غني بیان ستايلی


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، دوی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې بيان ستاينه کوي چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه د خپلې خاورې دفاع کولای شي.

اسفنديار ولي خان د اپرېل پر ۱۶مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان امن د افغانستان له امن سره تړلی دی او باید د پاکستان په ګډون د سيمې هېوادونه له افغانستان سره د امنیت او سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

نوموړي په افغان جګړه کې پر ښکيلو ټولو خواوو د اوربند کولو غږ هم وکړ.

امریکايي ولسمشر جو بایډن لخوا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټې تر اعلان وروسته د اپرېل پر ۱۴مه ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې له خپل امریکايي سیال سره‌ یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټېلیفوني خبرې کړي او ورته یې ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع پوره وړتیا لري او د امریکا د دغه پرېکړې درناوی کوي.

جو بايډن ويلي چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي خو له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG