د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکو پر تورخم د غیرقانوني مالونو پر وړونکو بندیز اعلان کړ 


د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په مشرۍ د تورخم ښارګوټې مسوولینو او یو شمېر سوداګرو ترمنځ د اپرېل په لسمه نېټه په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په مشرۍ د تورخم ښارګوټې مسوولینو او یو شمېر سوداګرو ترمنځ د اپرېل په لسمه نېټه په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکو پر تورخم لاره د غیر قانوني مالونو پر وړونکو د بندیز پرېکړه کړې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په مشرۍ د تورخم ښارګوټې مسوولینو او یو شمېر سوداګرو ترمنځ د اپرېل په لسمه نېټه په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اپرېل له ۱۳مې به د تورخم ښارګوټې له لارې هیڅ ډول ګنډو وړونکو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي.

ضیاالحق امرخېل وایي چې دا پرېکړه یې پر تورخم لاره مسافرو ته د تګ راتګ پر مهال د سهولت برابرولو په موخه کړې ده.

د ننګرهار والي له لورې د تورخم ښاروال، کمیسار، ګمرک او ملي امنیت مدیرانو په ګډون ګډ کمیسیون وټاکل شو او سپارښتنه یې وکړه چې یاده پرېکړه په جدي ډول تطبیق کړي، د سرغړونکو ګنډو وړونکو مالونه ضبط کړي او ورسره قانوني چلند ترسره کړي.

د امرخېل په وینا دا پرېکړه به په شفاف ډول د عوایدو لوړیدو، سوداګرو ته د سهولتونو برابرېدو، د فساد مخنیوي او بېلا بېلو برخو کې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو مثبت اغېز پرېباسي.

له کله نه چې د څڅوبې لار د قچرو او ګنډه وړونکو پر مخ تړل شوې، د معافۍ هغه مالونه چې سوداګرو په افغانستان کې محصول کړي، لکه رخت، سګریټ او نور د ماشومانو ګڼډه وړونکو په ذریعه د تورخم له لارې انتقالوي چې له امله یې مسافرینو ته په تګ راتګ کې ستونزې پیدا شوي دي.

XS
SM
MD
LG