په برما کې امنيتي ځواکونو ۸۰ نور جمهوريت پلوه مظاهره چيان وژلي دي.
د بشري حقونو د څارنې يوې ځايي ادارې، د سیاسي بنديانو د مرستې اتحادیه وايي دا کسان په باګو ښار کې د اپرېل په نهمه وژل شوي دي.
د دې ادارې په خبره پوځ د فرورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه ۷۰۱ جمهوري غوښتونکي مظاهره چيان وژلي دي.
په برما کې پوځ د فرورۍ پر لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د آن سان سوچي په مشرۍ حکومت لرې کولو سره يې واک واخیست چې له امله يې خلکو مظاهرې پېل کړي.