د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې چاودنې يوه مور او د هغې دوه ماشومان ووژل


په کراچۍ د اپرېل په ۷مه شوې چاودنې وروسته حالت
په کراچۍ د اپرېل په ۷مه شوې چاودنې وروسته حالت

د اپرېل په ۷مه نېټه د کراچۍ په ګلستان جوهر سيمه کې په يوې چاودنه کې يوه ښځه او د هغې دوه ماشومان وژل شوي دي. ۵ نور کسان زخميان شوي هم دي.

د کراچۍ ګلشن اقبال سيمې پوليسو مشر، ايس ايس پي معروف بن عثمان له پېښې وروسته مشال ريډيو ته وويل چې لومړي معلومات ښيي چې دا چاودنه د بم په واسطه شوې خو دا چې پېښه څنګه شوې او بم په کوم ځای کې ايښودل شوی وو، لا معلومه نه ده. د هغه په خپره په دې ترڅ کې نورې پلټنې روانې دي.

د پولیسو په خبره د پېښې قربانيان د یوې کورنۍ غړي دي. يوه پکې ۳۵ کلنه سعيديه، د هغې درې کلن زوۍ عبدالله او ۴ کلنه لور فاطمه ده.

د کراچۍ د جناح روغتون مشرې، ډاکټر سيمي جمال مشال رېډيو ته وويل چې مړي او ژوبل کسان دغلته وروړل شوي دي. هغې زیاته کړه چې د زخميانو علاج روان دی.

تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG