د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وهلیو شمېر تر ۱۳۰ میلیونه واوښت


د دې ناروغۍ په اړه معلومات خپرونکي د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو تر مخې، د اپرېل تر څلورمې په ټوله نوړۍ کې ۱۳۰ میلیونه، او څه د پاسه اته لکه کسان په کورونا اخته شوي دي.
د دې ناروغۍ په اړه معلومات خپرونکي د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو تر مخې، د اپرېل تر څلورمې په ټوله نوړۍ کې ۱۳۰ میلیونه، او څه د پاسه اته لکه کسان په کورونا اخته شوي دي.

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې په ميلیونونو عيسويان خپل اختر - ايسټر- په داسې حال کې لمانځي چې د کورونا وايرس مخ پر زياتيدونکو کېسونو له وجې حکومتونو بنديزونه لا سخت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د صحت نړیوال سازمان په وینا، د اروپا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د کورونا وایرس ناروغۍ د واکسینو ورکړه هم په ډېره وروه کچه روانه ده.

په فرانس کې د اپرېل پر درېمه په درېم ځل ټولبند لګول شوی دی. په هغه هېواد کې د کورونا وايرس ناروغانو له وجې پر روغتونونو فشار زيات شوی دی.

په ایټالیا کې سره له دې چې ټول هیواد د رخصتۍ اوونۍ په جریان کې د لوړ خطر "ریډ زون" په توګه پېژني، د اپرېل پر څلورمه عيسويانو د اختر په مناسبت سخت ټولبند دی.

په جرمني کې د اپرېل پر درېمه، لاریون کوونکو د محدودیتونو پرضد احتجاج وکړ او د دوی په وینا، د کووېډ ډېکټېټرشپ دې پای ته ورسول شي.

د جرمني حکومت د ايسټر په مناسبت د سخت ټولبند پلانونه ختم کړل خو وزيراعظمې انګېلا مېرکل له خلکو وغوښتل چې خپلې ټولنیزې اړیکې محدودې کړي.

د فرانسې حکومت هڅه کوي چې د ګرځبنديز یا کرفیو او سیمه یيزو اقداماتو سره د کورونا وايرس نويو پېښو مخه ونيسي.

په دې کې د سکولونو تړل او غير ضروري سوداګرۍ بندول هم شامل دي. په فرانس کې دا اقدامات د اپرېل پر درېمه عملي شوي او او يو مياشت به دوام لري.

بلخوا په کاناډا کې د اپرېل پر درېمه د کورونا وايرس د مثبتو کېسونو شمېر له يو ميليون واوښت.

د فرانس او د نورو اروپايي هېوادونو په څېر کاناډا کې هم د کورونا وايرس وبا درېمه څپه راغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې په مجموعې توګه د کورونا وهلیو شمېر تر ۱۳۰ میلیونه اوښتی دی.

د دې ناروغۍ په اړه معلومات خپرونکي د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو تر مخې، د اپرېل تر څلورمې په ټوله نوړۍ کې ۱۳۰ میلیونه، او څه د پاسه اته لکه کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې تر ټولو امریکا، برازیل او هند زیات ځپل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG