د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سرکاري ملازمانو پر پنځم اپرېل د سړکونو تړلو اعلان وکړ 


د پرلت مشرتابه ویلي چې دوی به له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلوونکې لارې هم تړي او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې مرسته ورسره وکړي.
د پرلت مشرتابه ویلي چې دوی به له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلوونکې لارې هم تړي او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې مرسته ورسره وکړي.

د پرلت مشرتابه ویلي چې دوی به له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلوونکې لارې هم تړي او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې مرسته ورسره وکړي. 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې له یوې اونۍ پر احتجاج ناسو سرکاري ملازمینو د غوښتنو نه پوره کېدو پرضد د اپرېل پر پنځمه په ټوله صوبه کې د سړکونو تړلو اعلان کړی دی.

د پرلت مشرتابه ویلي چې دوی به له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلوونکې لارې هم تړي او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې مرسته ورسره وکړي.

دوی د مارچ له ۲۹مې د کوټې پر هاکي چوک د دې لپاره پرلت وهلی چې حکومت دې ورته تنخاګانې ۲۵ فیصده زیاتې کړي.

په دې پرلت کې د ټولې صوبې د سکولونو نارینه او ښځینه ښوونکي‌، او د بېلا بېلو حکومتي ادارو کارکوونکي شامل دي.

د زیارت ضلعې یو ښوونکي مشال راډیو ته وویل، "حکومت له ملازمینو سره د خبرو لپاره کمېټۍ جوړه کړې ده خو له بده مرغه په تېرو وختونو کې چې کله هم کمیټۍ جوړه شوې ده هغې څه نتیجه نه ده ورکړې."

د چمن د مرده کاریز یو بل ښوونکي عبدالرزاق مشال راډیو ته وویل چې دوی په ډېر مشکل کې پر پرلت ناست دي هغه ځکه چې نه له یخنۍ د ځان ساتلو او نه هم د خوراک څښاک څه بندوبست ورته شته.

د ملازمینو د اتحادې مشر عبدالمالک کاکړ وايي تر هغه وخته به خپل پرلت ته دوام ورکوي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.

نوموړي‌ د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل هڅه کوي‌ چې له پرلت څخه یې عام ولس ته زیان او پرېشانۍ جوړې نه شي.

عبدالمالک کاکړ وویل، "حکومت وايي د خبرو لپاره یې کمېټۍ جوړه کړې ده خو هغې کمېټۍ په تېرو څلور ورځو کې هیڅ رابطه نده کړې."

د بلوچستان سرکاري‌ ملازمانو پرلت د مارچ له ۲۹مې روان دی
د بلوچستان سرکاري‌ ملازمانو پرلت د مارچ له ۲۹مې روان دی

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان د اپرېل پر درېمه په خپل یو ویډیويي پیغام کي ویلي چې په اوس وخت کي حکومت د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو کې د ۲۵ فیصده زیاتوالي توان نه لري.

د ملازمینو د اتحادې مشر عبدالمالک کاکړ وايي که له حکومت سره د ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره پیسې نه وي نو د دوی دویمه غوښتنه دې پوره کړي.

ده وویل، "کوم خلک چې د ملازمت پرمهال مړه شوي دي د هغو بچیانو ته دې روزګار ورکړي او اختیارات دې ضلعو ته ورکړل شي ځکه چې اوس سرکاري ملازمین پر سروس بک د اسټمپ لګولو لپاره له لرې پرتو سیمو کوټې ته نشي تلای."

اعلا وزیر جام کمال ویلي چې په معاشي توګه پاکستان یو مظبوط ملک نه دی او بلوچستان صوبه بیا نوره هم شاته پاتې ده چې د ده ه وینا، هلته په ډېر مشکل د ولس غوښتنې پوره کېږي.

نوموړي‌ پر سرکاري ملازمینو غږ کړی چې هغوی دې هړتال ختم کړي او خپلو د فترو ته دې لاړشي او هلته دې د ولس په شه توګه خدمت وکړي.

په بلوچستان کې سرکاري ملازمینو له هغه وروسته احتجاج پیل کړی دی چې د ۲۰۲۱م کال په فروري کې د تول پاکستان ملازمینو په اسلام اباد کې احتجاج وکړ.

مرکزي حکومت د هغه احتجاج ختمولو لپاره پر صوبايي حکومتونو غږ کړی وو چې ګرانۍ ته په کتو دې د ملازمینو په تنخاګانو کې ۲۵ فیصده زیاتوالی وکړي.

د پاکستان نورو صوبو پر دې عمل کول پیل کړي خو د بلوچستان حکومت وايي چې دوی دومره نوان نه لري چې دا غوښتنه پوره کړي.

XS
SM
MD
LG