د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د لوړو زده کړو څخه برخمن ځوانان وستایل شول


دوی د ځوانانو دا اقدام د ستاینې وړ بولي او زیاتوي، دوی سره ځوانانو ژمنه کړې، چې دا سلسله به روانه ساتي.
دوی د ځوانانو دا اقدام د ستاینې وړ بولي او زیاتوي، دوی سره ځوانانو ژمنه کړې، چې دا سلسله به روانه ساتي.

د اپرېل پر دویمه نېټه د خوست یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو هغه علمي او اکاډېمیک کسان وستایل چې د ماسټرۍ او ډوکټورا تر کچې يې لوړې زده کړې کړي دي.

د دې پروګرام تابیا کوونکو وویل، له دې کاره يې موخه داده چې نور ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅول شي او هغوی چې لوړې زده کړې يې کړې دي، په ښه توګه خپلې پوهې او مسلکي وړتیاوې نورو سره شریکې کړي.

بل لوري ته ستایل شوي کسان دا اقدام ستايي او زیاتوي، ځوانانو او مدني فعالانو داسې مهال د دوی د ستاینې او هڅونې لپاره تابیا نیولې چې په دې هېواد کې د ټولنې پر مخکښو او علمي کسانو هدفي بریدونه زیات شوي او وژل کیږي.

په خوست کې دا ستاینغونډه په داسې وخت کې رابلل شوې، چې په هېواد کې د فعالو او مخکښو شخصیتونو هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
په خوست کې دا ستاینغونډه په داسې وخت کې رابلل شوې، چې په هېواد کې د فعالو او مخکښو شخصیتونو هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

د ماسټرانو او دوکتورانو ستاینغونډې تابیا چې په خوست کې د مندوزیو ځوانانو شورا کړې وه، مشر يې استاد خیبر خیبر مشال راډیو ته وویل، د دې پروګرام یوه موخه په خوست او هېواد کې د تشویق او هڅونې د فرهنګ دودول دي:

"په خوست کې د مندوزیو د ځوانانو شورا د خوست په کچه د ماسټر او دوکتور شخصیتونو د نمانځغونډې لپاره تابیا نیولې، زموږ هدف داوو چې موږ په دې ولایت کې د یو بل د هڅونې فرهنګ دود کړو او دې فرهنګ ته کار وکړو، هغوی چې لوړې زده کړې کړي هغوی تشویق کړو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو تر ټولو مهمه يې دا چې موږ غواړو د یو بل هڅونې ته کار وکړو."

د شیخ زاید پوهنتون استاد پوهنیار فاروق جان منګل وايي، دا ستاینغونډه په داسې وخت کې رابلل شوې، چې په هېواد کې د فعالو او مخکښو شخصیتونو هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

ده وویل، که د دا ډول پروګرامونو لړۍ دوامداره وساتل شي، د علمي خلکو ارزښت ته به ټولنه نوره هم متوجه شي. فاروق جان منګل له ماسټرانو او ډوکټورانو وغوښتل، چې خپله پوهه او علمي مهارتونه د ټولنې له خلکو سره شریک کړي.

د پښتو ادبیاتو ماسټر نوراجان بهیر وايي، دا ډول هڅونې او تشویقول په فردي او ټولنیز ډول خپلې اغېزې لري.

د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

دی زیاتوي، دا پروګرامونه به ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅوي او هغوی چې تر ماسټرۍ او ډوکټورا يې زده کړې کړي دي، هغوی به تشویق کړي چې خپلې ټولنې ته علمي اثار وړاندې کړي:

"نن چې په خوست کې د مندوزیو ځوانانو شورا د ډوکټورا او ماسټرۍ د کچې فارغانو ته کوم پروګرام نیولی دی، دا نه یوازې په موږ باندې په فردي لحاظ مثبت اغېز پریباسي، بلکې زموږ په نورو ملګرو هم ښه اغېز کوي او هغوی لوړو زده کړو ته هڅیږي، په دې فکر کیږي، که دوی په فردي لحاظ هم زده کړه وکړي، ټولنه یا داسې ويښ خلک د دوی د زده کړو او علمي اثارو قدرداني کوي. زه فکر کوم دا به د خوست په کچه نور ځوانان هم دې ته وهڅوي، چې خپلې پاتې لوړې زده کړې بشپړې کړي او خپلې ټولنې ته علمي اثار وړاندې کړي."

د خوست یو تن مشر لیکوال الحاج عبدالکریم پتنګ هم د ځوانانو دا اقدام د ستاینې وړ بولي او زیاتوي، دوی سره ځوانانو ژمنه کړې، چې دا سلسله به روانه ساتي.

پتنګ هیله وښوده، چې په نورو لمانځغونډو کې به تر دې زیات علمي او اکاډمیک کسان ګډون وکړي او هغه کسان چې په اوسنیو سختو شرایطو کې زده کړو ته دوام ورکوي، د هغوی به ستاینه کیږي.

خوست کې دا مهال د شېخ زاید پوهنتون سربیره څلور د لوړو زده کړو موسسې هم فعالیت لري او هر کال تر ۲۰۰۰ پورې کسان د لیسانس په کچه ترې فارغېږي.

په وروستیو کلونو کې ګڼو ځوانانو د ماسټرۍ په کچه لوړو زده کړو ته مخه کړې، خو لږ شمېر بیا عملاً د ډوکټورا په کچه په تحصیلاتو بوخت دي.

بل پلو، د لوړو زده کړو لرونکو کسانو تر ټولو مهمه ستونزه چې په خپل ځای پاتې شوې او ورځ تر بلې ډېریږي، هغه د دندو او کار نشتون دی.

XS
SM
MD
LG