د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له هندوستانه چيني او مالوچ اخلي


د پاکستان او هند واګا بارډر
د پاکستان او هند واګا بارډر

پاکستان د سيال هېواد هند سره د سوداګریزو اړيکو د بيا بحالۍ په ترڅ‌کې د چينې او مالوچو اخیستو اعلان کړی دی.

د خزانې وزیر حماد اظهر د مارچ په ۳۱مه په يوه خبري غونډه کې په اسلام اباد کې وويل چې حکومت پرېکړه کړې چې نيم ميليون ټن سپينه بوره له هندوستانه واخلي. د هغه په وېنا د دې کال په جون مياشت کې به له هندوستانه د مالوچو راوړل هم پېل کړي.

د پاکستان او هندوستان درې ځل جنګونه کړې دي. پاکستان پر کشمير دعوه لري خو هند وايي‌ دا یې نه بیلېدونکې سيمه ده. هند پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کوي خو اسلام اباد یې نه مني.

په دې وروستيوو کې دواړو هېوادونو د اړیکو بهترولو کوښښ کړی دی. د مارچ په ۲۳مه د هند وزیراعظم نریندرا مودي خپل پاکستاني سيال، عمران خان ته د پاکستان ورځې په مناسبت د مبارکۍ په خط کې ويلي وو چې ښې اړيکې ورسره غواړي. رویټرز خبري اژانس ليکلي‌چې عمران خان هم د مارچ په ۳۰مه د دې ليک په ځواب کې ورته هيلې ښودلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG