د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې "له انساني حقونو سرغړونې ډېرې شوې"


په دې راپور کې د روس، بېلاروس او چین په خاص توګه یادونه شوې ده. ارشیف-انځور
په دې راپور کې د روس، بېلاروس او چین په خاص توګه یادونه شوې ده. ارشیف-انځور

د انساني حقونو په اړه د امریکې بهرنيوو چارو وزارت خپور کړی راپور وايي چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د انساني حقونو حالات مخ په خرابېدو دي.

په دې راپور کې د روس، بېلاروس او چین په خاص توګه یادونه شوې ده. د راپور ترمخه په بېلاروس کې د جمهوریت پلوه پرامنه احتجاج کوونکو پر ضد د ظالمانه قوت استعمال شوی او په روس کې حکومت مخالفه سیاستوال الیکسي نوالني په نښه کړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکن د مارچ پر۳۰مه د یو بریفینګ پر مهال وویل د یادو هېوادونو تر څنګ ځینو نورو هېوادونو حالات ښايي چې د انساني حقونو صورتحال ناسم اړخ ته روان دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکن

په دې راپور کې د ۲۰۲۰ز کال پر مهال د نړۍ په نېزدې ۲۰۰ هېوادونو کې د انساني حقونو جاج اخیستل شوی.

بلینکن د دې رپورټ د وړاندې کېدو په موقع وویل په ۲۰۲۰ز کال کې هم ډېر زیات خلک له ظالمانه حالاتو سره مخ وو.

په دې راپور کې په چین هم نیوکې شوي او په سینکیانګ صوبه کې د اویغور او نورو اکثره مسمانانو ډلو چې په اقلیت کې دي، ورسره د چینايي حکومت چلن په سختو ټکو کې یاد شوی او دغه کړنې نسل کشي او د انسانیت پر ضد جرمونه بلل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG