د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره وشوه


جلال اباد کې نرګس ګل مشاعره ترسره شوه.
جلال اباد کې نرګس ګل مشاعره ترسره شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د نرګس ګل کلنۍ مشاعر د دې ریاست اړوند د ملالې میوندۍ په پارک کې د فبروۍ په ۱۹مه نېټه تر سره شوه.

په نرګس ګل کلنۍ مشاعره کې، يو شمېر چارواکو او ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره په کې د یو شمېر نورو ولایتونو او له خيبر پښتونخوا څخه ځینو شاعرانو ګډون کړی و.

د مشاعر په پيل کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحیم الله خوږیاڼي وویل، د نرګس دا مشاعره چې بنیاد يې اوه کاله مخکې مشر شاعر محمد داود شهيد ایښی و، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست يې هر کال جوړوي.

نوموړي وړاندې وویل:"کلنۍ مشاعرې او فرهنګي پروګرامونه د هیواد او د سیمې د تصوير په بدلون کې مثبت اغيز لرلی شي، موږ هڅه کوو چې د خپلو ناڅېزه امکاناتو په لرلو سره فرهنګي غونډې او مشاعرې جوړې کړو."

امیر حمزه خان شینواري د فکرونو مرغلرې پاشلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د ننګرهار والي ضیاالحق امرځېل هم په دې مشاعره کې ګډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې له شاعرانو مننه وکړه چې په خپلو شعرونو کې د سولې او امن پېغام وړاندې کوي.امرخېل وړاندې وویل:

"ما چې څو شېبې وړاندې د يوې خور او څو تنو ځوانانو شعرونه واورېدل، نو سترګو کې مې اوښکې راغلې. دلیل دا و چې په هغې کې هم درد موجود و او هم په کې د دې ټولنې حقیقي انځور موجود و. رښتیا هم چې موږ تر هر څه نه زیات سولې ته اړتیا لرو، ژوند ته اړتیا لرو او د ژوند کولو حق لرو. خدای دې داسې ورځ راولي چې سوله وي، امن وي، غونډې وې، مشاعرې وې، ازادي وي او هر څوک د خپل زړه خبره وکړي. هیله مې له شاعرانو نه دا ده چې سولې ته شعرونه ووايي او د ولس درد په خپلو شعرونو کې منعکس کړي."

په دې مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه وویل، خو د مشاعرې پېل ماهر احسانزي د پيرمحمد کاروان يوې غزلې وکړ چې نرګس ګل ته يې ویلې وه:

سترګې رنځورې وايه څه په زړه لرې نرګسه
تا هم لیدلي د کابل ژېړې څېرې نرګسه
روح په ميینو بلبلانو پسې چېرته یوسم
چې شوې راکوږ لکه جنډه د هدیرې نرګسه.....

د نرګس ګل په دې مشاعره کې مینې ساپۍ سولې ته اوږد نظم ووایه چې وروستۍ برخه يې ستاسو پر وړاندې ږدو:

بس په اخر کې دا ټپه کومه
لږ په کې بیا هم اعشاره کومه
په کې د هر څه خاتمه کومه
مېنې په دې خبره پایم
درپسې ګرځمه لګیا یم
د قلم زور به درته ښايم
جنګه له ځان سره دې بیایم
له ګړنګونو نه دې ښکته غورځومه

په دې مشاعره کې له خیبر پښتونخوا څخه راغلیو يو شمېر شاعرانو هم ګډون کړی و. چې یوه په کې سیده حسینه ګل وه. د نوموړې د غزلې څو بیتونه څه دا رنګي ول:

زما د خیال او ژوندانه په خوب کې ولې راځې
یه ځوانیمرګ شې، ما ته ته په خوب کې ولې راځې
ته پوهه نه یې چې ماشوم زړه مې خپه شي په دې
ته چې زما يې د هغه په خوب کې ولې راځې

پروفیسر اسیر منګل هم خپل غزل ووايه چې يوه برخه يې را اخلو:

سږکال باردو لوګي دومره وکړل
چې په رنجو چا سترګې تورې نه کړې
سږکال د وینو باران دومره وشو
چې چېرته چا نکریزې پورې نه کړې

په دې مشاعره کې جاوید دلدار د دروېش روښان یو غزل په ترنم ووایه چې د ګډونوالو پام يې ور واړاوه:

ژوند د زهرو بوی دی، هره ساه د مرګ په ویره ده
سوله لکه ناوې د ړومبۍ شپې معطره ده
دا جینې چې درد د خپل تورات تورات وجود لري
دا د فرعونیت خلاف راوتې پېغمبره ده
څنګه مې دنیا د دهشتګرد په نامه پېژني؟
امن مې د زوی نوم دی، د لور نوم مې سندره ده

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو په وینا په راتلونکي څو مياشتو کې به ګڼې ادبي غونډې او سیمنارونه ولري، د نارنج ګل مشاعره چې تېرکال د کورونا د خپرېدو د مخنیوي له امله و نه شوه، سږکال به د مشاعرې تر څنګ اوونیزه مېله هم جوړوي چې ډول ډول کلتوري پروګرامونه او نندارتونونه به يې برخه وي، د فخر افغان باچا خان په ژوند او مبارزه به سيمینار ولري او د خوشحال خان خټک څلور سوه یم تلین په مناسبت به علمي سمینار هم جوړوي.

XS
SM
MD
LG