د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ټي بي‌ ناروغان زیات شوي: ډاکټر بګټی


د بلوچستان د صحت محکمې چارواکي وايي، په دې صوبه کې تېرکال د نري رنځ یا ټي بي ناروغۍ څه د پاسه نهه نیم زره ناروغان ثبت شوي دي. (انځور: ارشیف)
د بلوچستان د صحت محکمې چارواکي وايي، په دې صوبه کې تېرکال د نري رنځ یا ټي بي ناروغۍ څه د پاسه نهه نیم زره ناروغان ثبت شوي دي. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان د صحت محکمې چارواکي وايي، په دې صوبه کې تېرکال د نري رنځ یا ټي بي ناروغۍ څه د پاسه نهه نیم زره ناروغان ثبت شوي دي.

د بلوچستان د صحت محکمې چارواکي وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې له دوی سره د نری رنځ یا ټي بي ۹۵۰۵ ناروغان ثبت شوي دي.

د دې صوبې د صحت موقتي مشر - اېکټینګ ډي جي هیلت - ډاکټر علي ناصر بګټي د مارچ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې د ټي بي د ناروغانو دا شمیرې د کورونا وبا پر مهال زیاتې شوې دي.

د ده په وینا، په ټي بي‌ ناروغانو کې د زیاتوالي یو علت د ټولبند پر مهال د ټي بي ناروغانو خپل علاج ته دوام نه ورکول دی.

ده وویل، " د کورونا وبا پرمهال په ښارونو کې روغتونونه بند و نو ځکه هم ټي بي زیاته شوه خو په ضلعو کې پرانیستې وو او هلته دومره مسله نه وه. موږ پنځه میاشتې وړاندی د ټي بي دوایانې اخیستې دي او هغه مو ټولو ضلعو ته استولې دي. هلته د خلکو درملنه هم پیل شوي ده. د ټي بي علاج لپاره شپږ میاشتې پکار وي خو خلک اکثره دې ته دوام ورنکړي خو اوس موږ اړونده ادارو ته امر کړی چې خلکو ته دوایانې ورکړي. د ټي بي علاج په بلوچستان کې بالکل مفت دی. "

ډاکټر علي ناصر بګټي زیاته کړه چې په بلوچستان کې یې د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۳م کاله پوري د نری رنځ ختمولو لپاره د انډ ټي بي په نوم کړنلاره منظوره کړي ده او د صوبي په ټولو ضلعو او جیلونو کې یې د ټي بي د معلوملو لپاره مرکزونه هم جوړ کړي دي.

دغسې په کوټه کې د ټي بي روغتون مشر ډاکټر نورالله موسا خیل وویل، په بلوچستان کې د ټي بي له کیسونو داسې معلومیږي چې دا ۲۰ یا ۳۰ فيصده زیات شوي دي او د حکومت له لوري یې د مخنیوي هیڅ اقدامات نیشته.

خو دا چې د نري رنځ یا ټي بي ناروغۍ علامات څه دي او د لویې عمر لرونکیو ترڅنګ ماشومانو ته یې د خورېدو خطره څومره وي، ډاکټر نورالله موسا خیل یې په اړه وویل چې د ټي بي په علاماتو کې له دروو اونیو زیات ټوخې، سمدستي وزن کمېدل او کمزوري احساسول، تبه او په خوب کې زیاته خوله راتلل هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه باید د ټي بي له ناروغه د لویو په نسبت ماشومان زیات لیرې وساتل شي.

ډاکټر نورالله موساخېل وویل، " که یو ماشوم ته ټي بي وشي نو سا یې زیات بندېږي او کوم ماشوم چې د مور شیده څکښې نو هغه مهال یې سا بنده شي. بل د ماشوم رنګ زیړ شي او خوراک پرېږدي نو باید روغتون ته بوتلې شي. د ټي بي معلومات په ایکسری کې کېږي او بیا موږ ورته د شپږو میاشتو د علاج کورس کوو نو چې هغه پوره کړي نو ښه کیدای شي. که یو تن په باقاعدګۍ سره شپږ میاشتې خپله درملنه وکړي نو له ټي بي ښه کیدای شي. "

په بلوچستان کې د ډان ټي وي بیورو چیف سید علي شاه مشال راډیو ته وویل چې د صوبې په لیرو پرتو سیمو کې په ورستیو کې د صحت د سهولتونو او په خلکو کې د پوهاوي د کمي له وجې د نري رنځ غوندې ناروغۍ زیاتې شوي دي.

ده وویل، ‍" دا وخت د روغتیا سهولتونه یوازې په کوټه کې دي او په دې ښار کې د ټي بي ناروغۍ یو روغتون دی. ډیر لږ مریضان تر دې روغتونه رارسیږي. د بلوچستان حکومت د روغتیا پر محکمې ۳۲ اربه روپۍ لګوي خو دلته د کوټې په روغتونونو کې هم د سهولتونو دا صورتحال دی چې که ډاکټر وي نو درمل به نه وي او که درمل وي نو ډاکټر به نه وي. "

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶م کال کې د نري رنځ یا ټي بي ناروغۍ په مکمله توګه د ختمولو لپاره د ۲۰۱۷م نه تر ۲۰۲۰م کاله پورې یو پلان جوړ کړی وو خو ایکسپریس ټریبون او د نېشن ورځپاڼو لیکلي چې پاکستان د نړی د هغو ۳۰ هېوادونو په فهرست کې په پنځم نمبر دی چې پکې د ټي بي ناروغۍ خطرې زیاتې دي.

د نیشن ورځپاڼې د مارچ پر ۲۲مه په راپور کې لیکلي چې په پاکستان کې هرکال د ټي بي شاوخوا پنځه لاکه اویا زره ناروغان ثبتېږي او هرکال تقریبا ۴۲۰۰۰ له دې ناروغۍ مړه کېږي.

XS
SM
MD
LG