د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د زليخېلو او دوتاڼیو ترمنځ ډزبندي‌ شوې


د دواړو قبيلو تر منځ د کړکاڼو پر مځکه دا شخړه له څو کالو دوام لري چې پکې دواړو خواووته مرګ ژوبلې رسېدلي دی. (انځور: ارشیف)
د دواړو قبيلو تر منځ د کړکاڼو پر مځکه دا شخړه له څو کالو دوام لري چې پکې دواړو خواووته مرګ ژوبلې رسېدلي دی. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزيرستان ضلعي انتظاميه وايي چې د زلي خيلو او دوتاڼیو تر منځ ډز بندي شوې او له دواړو قبيلو سره د روغې جوړې جرګې پیل شوې دي.

د دوتاڼیو قومي اتحاد یو مشر غلام محمد دوتاڼي د دې ډز بندۍ او روغې جوړې جرګو په اړه د مارچ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې د خيبر قبايلي ضلعې نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي شاه جې ګل په مشرۍ کې جرګې د دوی تر منځ ډز بندي کړې ده.

غلام محمد دوتاڼي زیاته کړه چې د دې ډزبندۍ د خلاف ورزۍ په صورت کې د یو نيمو يو نيمو کروړو روپیو ضمانتونه اېښودل شوي دي.

غلام محمد دوتاڼی تور پورې کړ چې په واڼه کې د جرګې او انتظاميې پر مخکې زلي خيلو وزیرو د انګريز د دورې د مځکې د اسنادو له منلو انکار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی له انتظامیې غواړي چې زر تر زره دا پرېکړه وکړي.

د زلي خيلو یو مشر ملک سردار علي وزیر وايي چې په ۲۰۱۹م کې ځايي‌ انتظامي‌ او پوځي چارواکو دوی ته د انګریز د وخت اسناد ورکړي وو او دوی غواړي چې پر هم هغه دې د کرکڼۍ د مځکې پرېکړه وشي.

د دوتاڼیو یو بل مشر غلام حسن مشال راډیو ته وویل چې دوی مورچې خالي کړې او حکومت ته یې سپارلې دي.

دا مهال دواړو قبيلو مورچې خالي کړې دي او په سیمه کې ډز بندي دوام لري.

د دواړو قبيلو تر منځ د کړکاڼو پر مځکه دا شخړه له څو کالو دوام لري چې پکې دواړو خواووته مرګ ژوبلې رسېدلي دی.

مرګونه هم شوي خو په دې نيږدو کې د دواړو قبيلو تر منځ وسله واله شخړه کې شدت راغلی وو او دواړه قبيلو د يو بل پرضد وړې او لويي وسلې کارولې.

XS
SM
MD
LG