د لاسرسي ځای

تازه خبر

برما کې د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال سلګونه نیول شوي کسان خوشې شول


برما کې د پوځي کودتا له پيله مظاهرو کې تر اوسه شاوخوا ۲،۰۰۰ کسان زنداني شوي او نېږدې ۲۵۰ وژل شوي دي.
برما کې د پوځي کودتا له پيله مظاهرو کې تر اوسه شاوخوا ۲،۰۰۰ کسان زنداني شوي او نېږدې ۲۵۰ وژل شوي دي.

په برما کې نن (مارچ ۲۴مه) سلګونه هغه زندانیان خوشې شول چې د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال نیول شوي ول.

ځايي رسنیو او عیني شاهدانو ویلي، دا کسان په ینګون سیمه کې له اینسین زندانه ازاد شول او په څو بسونو کې ولېږدول شول.

تر اوسه د برما چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.

د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت دې هېواد کې د فېبرورۍ میاشتې له پوځي کودتا وروسته هره ورځ مظاهرې کېږي.

د کودتا پر مهال د ولسي حکومت مشره انګ سان سوچي او يوشمېر نور سياستوال زنداني شول او د دغه هېواد چارې پوځ په خپل کنټرول کې واخیستې.

د کودتا له پيله مظاهرو کې تر اوسه شاوخوا ۲،۰۰۰ کسان زنداني شوي او نېږدې ۲۵۰ وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG