د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې چاودنې درې کسان وژلې او ۱۶ ژوبل کړي


چمن کې د بمي چاودنې یو ژوبل تن: ۲۰۲۱، ۲۳م مارچ
چمن کې د بمي چاودنې یو ژوبل تن: ۲۰۲۱، ۲۳م مارچ

د بلوچستان په چمن ښار کې په یوه بمي چاودنه کي د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

پېښه تېر ماښام (مارچ ۲۳مه) هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د پوليسو يو موټر د ښار پر تاج سړک د لېويز مرکز له مخ سره تېرېدی. د قلعه عبدالله ضلعې ډپټي کمیشنر طارق جاوید مېنګل مشال راډیو ته ویلي چې له لومړنيو پلټنو داسې برېښي چې چاودنه په ریمورټ کنټرول شوې ده. دی زیاتوي چې باروت په یوه موټر سايکل کې اېښودل شوي وو.

د بمي چاودنې په نتيجه کې د پوليسو موټر ته زيان اوښتی دی
د بمي چاودنې په نتيجه کې د پوليسو موټر ته زيان اوښتی دی

د چاودنې په نتيجه کې د پولیسو پر موټر سربېره ځينو نورو موټرانو ته هم زيان اوښتی دی خو د چمن د پولیسو ایس اېچ او په دې پېښه کې خوندي پاتې شوی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې مېنګل زیاته کړه چي پر چاودنې سربېره به د نور کله په شان نن (مارچ ۲۴مه) هم د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي پوله پرانيستې وي او دواړو خواو ته به تجارتي هلې ځلې او د خلکو تګ راتګ دوام لري.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږل شوي ليک کې ادعا کړې چې دا چاودنه د دوی ډلې تر سره کړې ده.

اخوا د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو رسنيو ته ويلي چې د پېښې پلټنې يې پيل کړې دي.

دا چاودنه په داسې وخت کي شوې کله چې پرون د پاکستان د ځينو نورو برخو په ډول په سرحدي ښار چمن کې هم د پاکستان د ورځې په مناسبت غونډې او دستورې جوړې شوې وې چې هر کال د مارچ پر ۲۳مه لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG