د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکې، برتانيه او کاناډا مسلمانانو سره په زور زیاتي تورنو چينانانو بندیزونه ولګول


په سينکيانګ کې مسلمانان وګړي او چينايي پوځيان
په سينکيانګ کې مسلمانان وګړي او چينايي پوځيان

امريکا، بريتانيا او کاناډا د چین پر یو شمېر چارواکو او شرکتونو له دې امله بنديزونه لګوي چې د ياد هېواد په سنکيانګ صوبه کې له ایغور مسلمانانو سره په زور زیاتي تورن دي.

د مارچ په ۲۲ مه دا ګډې هڅې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډومينيک راب په قول د سختې ډيپلوماسۍ يوه برخه ده چې پر بيجنګ فشار راوستل شي ځکه چې د چين په دغه صوبه کې له بشري حقونو سرغړونې شواهد په زياتيدو دي.

تر دې مخکې اروپایي ټولنې هم پر څلورو چینایی چارواکو او پر یوه ساختماني شرکت بندیزونه لګولي. په غبرګون کې یې چین هم د بدل په اخيستو سره د اروپایي ټولنې پر۱۰چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

د راب وينا وه چې د بريتانيې، امريکا او کاناډا لخوا پر څلورو چارواکو لګول شوي بنديزونه به په فوري توګه د عملي‌کولو وړ وي.

چين په سينکيانګ صوبه کې له بشري حقونود سرغړونې تورونه ردوي او وايي چې دوی په تربېتي مرکزونو کې ايغورو ته مسلکي ټرېننګ او سخت دريځۍ ضد تعليم ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG