د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات هوايي ډګر له ۲۰ کالو وروسته بیا فعاله کېږي 


 د سوات په سيدوشريف کې هوايي ډګر په ۱۹۷۸م کې جوړ شوی وو او تر ۲۰۰۲م کاله به ورته له اسلام اباد، لاهور او پېښوره د پاکستان د هوايي‌ کمپنۍ فوکر پروازونه ورتلل.
 د سوات په سيدوشريف کې هوايي ډګر په ۱۹۷۸م کې جوړ شوی وو او تر ۲۰۰۲م کاله به ورته له اسلام اباد، لاهور او پېښوره د پاکستان د هوايي‌ کمپنۍ فوکر پروازونه ورتلل.

د پاکستان د الوتکو ادارې پرېکړه کړې ده چې د خیبر پښتونخوا د سوات په سيدوشريف کې هوايي ډګر له ۲۰ کالو وروسته بیا پرانیزي.

په سوات کې د پي ای اې انتظامي مشر خورشید خان د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته د دې پخلی وکړ.

ده وویل چې د حکومت له خوا ورته نوټیفیکشن ورکړل شوی چې د مارچ له ۲۶مې به دا هوايي ډګر بیا پرانیستل شي او هره ورځ به سهار یوه الوتکه له لاهوره ورځي او مازیګر به اسلام اباد ته ځي.

د سوات په سيدوشريف کې هوايي ډګر په ۱۹۷۸م کې جوړ شوی وو او تر ۲۰۰۲م کاله به ورته له اسلام اباد، لاهور او پېښوره د پاکستان د هوايي‌ کمپنۍ فوکر پروازونه ورتلل.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۲م کال کې فوکر الوتکې خطرناکې وګرځولې او ورسره د سوات هوايي ډګر ته د پروازونو لړۍ شنډه شوه.

په ۲۰۰۷م کال کې چې په سوات کې بدامني زیاته شوه نو دا هوايي ډګر بیا پوځ ته ورکړل شو.

په سوات کې د هوټلونو د اتحادیې مشر حاجي زاهد خان وايي د حکومت دا پرېکړه مناسبه ده خو د ده په وینا ولس ته دې ټکټ ارزان کړل شي.

په سوات کې د سېلګرۍ کمپنۍ یو مشر اظهرالدين وايي چې د الوتکو له تګ راتګ سره به نړيوالو سيلګرو ته لويه فايده وي ځکه چې ملکي سيلانيان زياتره پر سړک تګ خوښوي.

په سوات کې د الوتکو ټکټ خرڅوونکی افضل شاه وايي چې حکومت دا پروازونه یوازې د سیاسي ګټې لپاره پیلوي.

افضل شاه زياته کړه چې که حکومت په مستقله توګه د دې هوايي ډګر پرانستل غواړي نو دې د سوات لرې پرتو سیمو ته هم ځانګړي پروازونه پیل کړي.

د ده په وینا، له دې سره به په سیمه کې سېلګري وده وکړي‌ او حکومت ته به یې ګټه رسېږي.

XS
SM
MD
LG