د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ښځينه افسرې بیا بیا تبادلې پر ټولنيزو رسنيو بحثونه راپارولي 


مېرمن فريدې ترين په لومړي ځل د ۲۰۱۷ز کال په پای کې په کوټه ښار کې د اسيسټېنټ کميشنر په توګه کار پيل کړ.

د بلوچستان په سرښار کوټه کې په ((غېر عادي ډول)) د يوې ښځينه افسرې تبادلې په غبرګون کې پر ټولنيزو رسنيو ((تاوده)) بحثونه راپارېدلي دي. مشال راډيو ته په رسېدلو پينځو حکومتي احکاماتو کې ښکاري چې مېرمن فريده ترين په څه باندې يوه مياشت کې دننه څلور ځلې له يوې وظيفې څخه بلې ته تبادله شوې ده.

فريدې ترين د مارچ پر ۱۹مه مشال راډيو ته د خپلې وظيفې په وار وار بدلېدو خبره تاييد کړه خو پر يوې سرکاري چوکۍ يې د کار کولو په خاطر په دې اړه له نور څه ويلو ډډه وکړه.

پر ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه پر فېسبوک او ټويټر ګڼو کسانو د هغې د تبادلو غندنه کړې او دا اقدام يې د هغې پر وړاندې يو توپيري چلند ياد کړی دی. د خور بي بي په نوم د ټويټر يوې کاروونکې ليکلي چې په وروسته پاتې ټولنه کې په ډېره ګرانه يوه نجلۍ له کوره دباندې راوځي او په خپل زيار افسره جوړيږي خو د هغې په وينا د بلوچستان صوبايي حکومت ورته د تبادلې پينځه احکامات ورکوي.

بل پلو د اېډوکېټ همايون کاسي په نوم د فېسبوک يوه کاروونکي د فريدې ترين تبادلې د ((نرواکه)) افسرانو لخوا د هغې ځورونه بللې ده.

د مېرمن فريدې د دې ((بېساريو)) تبادلو په اړه مې د مارچ پر ۱۹مه په بېلا بېلو وختونو کې څو ځلې د بلوچستان چيف سېکرټري مطهر نياز رانا او د دې صوبې د خدماتو او عامه نظم سېکرټري بلال جمالي ته پر موبايل ټليفون او وټس اپ زنګونه ووهل خو هغوی ځواب رانکړ. په عين حال کې مې دغو دواړو لوړ پوړو چارواکو ته د مېرمن ترين د تبادلو د لامل په اړه پر وټس اپ هم پيغامونه ولېږل خو پر کتلو سربېره يې بيا هم ځواب رانکړ.

له دې وړاندې د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د مارچ پر ۱۸مه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي و چې فريده ترين يو تکړه افسره ده خو د هغې تبادله د معمول خبره ده.

خو د بلوچستان پخوانی چيف سېکرټري نصيب الله بازی وايي چې په دومره لږ موده کې دومره زياتې تبادلې د پاکستان سپريم کورټ او هايکورټ د پرېکړو او د ولسي خدماتو د ضابطو، قوانينو او اخلاقياتو خلاف اقدام دی. نوموړی زياتوي چې هر افسر ته بايد تر ټاکلې مودې پورې، چې درې کاله ده، وخت ورکړل شي چې هغه خپل اهليت په کار راولي او ټولنې ته خدمات وړاندې کړي.

"زياتره بدليانې د محکمې د مشرانو او وزيرانو په خوښه او ناخوښه باندې کېږي. هغوی د سړي اهليت ته نه ګوري بلکې دې ته ګوري چې دی و ماته څومره تابعداره دی او زما څومره خدمتګاره دی."

د نوموړي په وينا په دې ډول د افسرانو تبادلې حکومتداري د زوال پر لور بيايي او افسران د ډاډ وړ کار نه شي تر سره کولای.

په بلوچستان سيکريټېريېټ کې مو د مېرمن فريدې د تبادلو د لامل په اړه له ځينو نورو افسرانو سره خبرې وکړې خو هغوی د نوم نه څرګندولو په شرط همدومره وويل چې دا يو ډېر غېرعادي کار شوی دی.

د مارچ پر ۱۸مه دې ته ورته يوه بله پېښه کې بلوچستان هايکورټ له ټاکلي وخت وړاندې د ثقافت او سېلګرۍ د صوبايي سېکرټري اصغر حريفال د تبادلې حکم وځنډاوه. چيف جسټس جمال مندوخېل او جسټس کامران ملاخېل په څرګندونو کې ويلي ول چې دوی ته معلومه ده چې تبادلې پر کومو بنيادونو کېږي.

د دې مقدمې بله اورېدنه به د مارچ پر ۲۲مه کېږي. په کوټه کې وکيل علي احمد کاکړ د مارچ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې نوموړی به په هم هغه ورځ په بلوچستان هايکورټ کې د فريده ترين د ((غېر قانوني)) تبادلو په اړه عدالتي جرګګۍ ته وړاندې کېږي.

"د ټولنې د يو غړي او فعال په حيث به زه له خپله اړخه د فريدې د تبادلو په اړه غږ پورته کوم. د حکومت له اړخه له يوې ښځينه افسرې سره ډېر زياتوب شوی دی. پر دې معامله که موږ غږ پورته نکړو نو سبا يا بل سبا زموږ له بچيانو سره هم دا ډول چلند کېدلای شي."

مېرمن فريدې ترين په لومړي ځل د ۲۰۱۷ز کال په پای کې په کوټه ښار کې د اسيسټېنټ کميشنر په توګه کار پيل کړ. خو د روان ۲۰۲۱ز کال د فېبروري پر ۱۱مه، ۱۶مه، ۲۵مه او بيا د مارچ پر ۱۶مه د هغې د تبادلې او وظيفو بدلېدو احکامات جاري شوي دي.

XS
SM
MD
LG