د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو غونډه کې د ګډون لپاره افغان دولتي پلاوي سفرونه پیل کړي


د مسکو "سُور څلور لاری" ارشيف
د مسکو "سُور څلور لاری" ارشيف

د افغانستان ولسي جرګې د مارچ پر ۱۶مه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دې جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالقادر ځاځی وطندوست د افغان سولې په اړه د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تېر ماښام (مارچ ۱۶مه) روسیې ته ولاړل .

دوی د هغه ۱۲ کسیزه پلاوي لومړني کسان دي چې د مسکو غونډه کې د افغانستان د دولت استازیتوب کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، دا پلاوی چې مشري یې د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله کوي، نن (د مارچ پر ۱۷مه) مسکو ته ځي.

د دې شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، پر يو شمېر سياستوالو سربېره به د افغانستان پلاوی په یوه دریځ دې غونډې ته ورشي.

رحیمي د هغو پاتې کسانو نومونه هم تایید کړل چې د افغان دولت په استازيتوب به د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

په دې نوملړ کې:

  • د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی.
  • د افغان ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم .
  • د افغان ولسمشر پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي.
  • د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.
  • د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري.
  • د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی.
  • د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی نادر نادري.
  • حبیبه سرابي.
  • متین بېک.
  • او د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایز‌دیار د دې پلاوي نور غړي یاد شوي دي.

دا غونډه چې سبا (د مارچ پر ۱۸مه) د مسکو په کوربه توب جوړیږي، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان لوړپوړي ډیپلوماټان هم وربلل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د دې هېواد په استازیتوب په مسکو غونډه کې ګډون کوي.

خلیلزاد د افغانستان د سولې هڅو د یوې برخې په توګه کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پرون (د مارچ پر ۱۶مه) پای ته ورساوه.

امریکا د مسکو ناسته د افغانستان د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د را خپلولو یوه هڅه بولي.

طالبانو هم ویلي چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیزه پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه حساس پړاو ته رسېدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره په ترکیه کې د افغانستان، امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون د یوې غونډې د جوړېدو غږ کړی چې تمه ده د اپرېل میاشتې په لومړیو کې جوړه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو او ترکیې له غونډو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG