د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا دیني عالمان په ښوونځیو کې د ماشومانو داخلولو کمپاین کوي‌ 


تر اوسه هم د افغانستان څخه ډیری طالعمان او د مدرسو زده کوونکي د دیني زده کړو لپاره بهر ته ځي.
تر اوسه هم د افغانستان څخه ډیری طالعمان او د مدرسو زده کوونکي د دیني زده کړو لپاره بهر ته ځي.

د پکتیا دیني عالمان وايي، دوی به د خطبو، تقریرونو او عامه پوهاوي د کمپاین له لارې خلک او کورنۍ وهڅوي، چې خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي.

دوی یادې څرګندونې د مارچ پر ۱۶مه "د اسلامي معارف، افغاني معارف او غیر سیاسي معارف" تر شعار لاندې د عامه پوهاوي د کمپاین لپاره د دیني عالمانو او د پوهنې د چارواکو به ګډه غونډه کې وکړې.

د پکتیا د دارالعلوم استاد مولوي حمدالله حماس مشال راډیو ته وویل، دیني عالمان غواړي، د ټولنې وګړي وهڅوي، چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو او دیني مدرسو کې شامل کړي.

نوموړي‌ وویل،‌ "زموږ یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده او په دې کې د علماوو تاریخي ارزښت ثابت دی، نو د همدغو علماوو له لارې موږ غواړو چې دا کمپاین پرمخ بوځو، دوی چې کوم کار ته د ټولنې افراد وهڅوي، د دوی هڅونه په وجود کې به خلک د ثواب په نیت هغه کار کوي."

تر اوسه هم د افغانستان څخه ډیری طالب علمان او د مدرسو زده کوونکي د دیني زده کړو لپاره بهر ته ځي.

دیني عالم مفتي شمس الرحمان شمس وویل، که چیرې افغان حکومت د ښوونځیو د زده کړو په شان دیني ته زده کړو هم لازم شرایط برابر کړي، نو دا کار کوردننه شونی دی.

دا چې د هېواد په داخل کې د دیني زده کړو ګټې کومې دي، په اړه يې مولوي شمس وویل، "که چیرې د افغانستان په داخل کې شاګردانو ته د دیني زدکړو زمینه مساعده شي، چې له خارج نه را ایسار شي، نو د هغو سره به د خپل وطن مینه هم پیدا شي او د اغیارو له فکر نه به هم دوی خالي وي، معارف ته په کار ده، داسې زمینې برابرې کړي، څومره طالبان چې خارج ته ځي چې په داخل د وطن کې زده کړې وکړي، د خارج په سطحه علماء لرو، کوم کتابونه چې بهر ویل کیږي، استادان په دې قادر دي، چې دلته هم تدریس ورکړي."

د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکی مولوي نوراحمد وايي، د پکتیا علماء غواړي هغوی چې خطابت لري، د خطبو له لارې خلک معارف ته راوبولي او څوک چې خطابت نه لري، هغوی به په خپلو جوماتونو همدارنګه لویو او وړو غونډو کې خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي.

بل لوري ته د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، دوی چمتو دي تر څو ددې ولایت د ټولو سیمو خلکو ته په متوازن ډول ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.

د پوهنې رئیس کوچي ځاځي ددې ستونزې په اړه چې تر اوسه ډیری دیني مدرسې له حکومت سره رسمي نه دي وویل، د هرې دیني مدرسې چلوونکي او مهتممین چې وغواړي رسمي شي او د ښوونځیو په شان امتیازات ولري، دوی ورته پوره تیاری لري.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، په نوي ښوونیز کال کې به تر ۱۲ پورې دیني مدرسې رسمي او د ښوونځیو له امتیازاتو برخمنې شي.

د کوچي ځاځي په وینا نوي ښوونیز کال کې په ګرده څېړۍ او څمکنیو کې درې مدرسو ته ته نوې ودانۍ جوړیږي، چې په هره یوه به يې لګښت تر ۵ لکه ډالرو لږ نه وي.

د افغانستان د سړو سیمو د زده کوونکو د زده کړو بهیر پیل شوی او دا مهال يې کلنۍ ازموینې پای ته رسیدو ته نږدې شوي دي.

په ځینو سیمو کې نا امنۍ، نږدې ښوونځیو ته نه لاسرسۍ، د ښوونځیو د ودانیو همدارنګه د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت په افغانستان کې د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG