د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکې ايوان نمايندګان د خبریال اېهار لوسېک خوشې کېدل غوښتي


اېهار لوسیک
اېهار لوسیک

د امریکا ایوان نمايندګان د بیلاروس له حکومته غوښتنه کړې چې بلاګ ليکونکی، اېهار لوسېک دې ژر تر ژره خوشې کړي.

لوسېک بلاګ ليکونکی او د ازادې اروپا راډيو همکار دی. په ايوان نمانيدګان کې د ډيموکرېټ ‌او ريپبلیکن دواړو ګوندونو په غړیو مشتمل د ټام لانټوس بشري حقونو کمیشن د بیلاروس په اړه په خپل بيان کې ويلي چې د لوسېک تر څنګ دې نور سیاسی قيدیان هم پرېښودل شي.

د مارچ په ۱۳مه په دغه بیان کې د ټام لانتوس بشري حقونو د کمیشن شریکو مشرانو د ډيموکرېټ ګوند د کانګرس غړي جيمز مييک ګورن او ريپبلکن کرسټوفر سميت ويلي چې له ۹ میاشتو راهیسې، له خپلې کورنۍ څخه ليري په قېد کې تر ساتلو وروسته، د اېهار لوسېک پر ضد په نوو تورونو مبني مقدمې په لړ کې د بيلاروس د حکومت پريکړې سخت انديښمن کړي دي.

دوی په بیان کې وايي په بيلاروس کې پر هغو خبریالانو د بې رحمانه بريدونو او ورباندې لګيدليو ناسمو تورونو غندنه کوي چې د اليکساندر لوکاشنکا د حکومت د ظالمانه اقداماتو په اړه خبر یالي کوي.

په بیان کې په سمدستي توګه د الهار لوسک او نورو سیاسی قيدیانو په خوشي کولو ټينګار شوی دی.

لوسېک د ۲۰۲۰م کال د جون په میاشت کې په دې تورونو ونيول شو چې په خپل ټيلي ګرام چينل یې د ګډووډۍ خپرولو هڅې کولې او د تير کال د اګست په میاشت کې یې له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې په مظاهرو کې د ګډون تياری کاوه.

اپوزیشن وايي دغه انتخاباتو کې درغلۍ شوې او د لوکاشينکا د ليري کېدو غوښتنه کوي خو لوکاشينکا وايي چې ولس منتخب کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG