د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځنۍ کورمې ډېری کلي د څښلو اوبه نه لري


 دوی وایي، له لیرې ځایونو په خرونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.
دوی وایي، له لیرې ځایونو په خرونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.

د منځنۍ کورمې په اشخیلو کې نجاب، لکي، ډنګرګډو او د قبرډب کلي داسي دي چې په کې د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت د څښلو اوبو ټول نظام ګډوډ شوی او ځايي خلک یې پاکې اوبه نه لري.

د نجاب کلي محمد انور خان وايي، په کلیو کې د اوبو یوازینۍ سرچینه چینې دي. دی وايي، وړاندې به په نلونو کې کلیو ته اوبه ورتلې خو د حالاتو تر خرابېدو وروسته دا نلونه ټول مات او سوري شوي دي او اوس دوی له لیرې ځایونو په خرونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.

دوی وایي، له لیرې ځایونو په خرونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.
دوی وایي، له لیرې ځایونو په خرونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.

د میرباغ یو مدني فعال پټان عبدالخالق وايي، دا د حکومت ذمه واري وه چې کله ځايي متاثرین یې خپلو سیمو ته ستنول نو د پاکو اوبو بنیادي ضرورت یې هم باید ورته پوره کړی وی خو نه پوهیږي چې داسې ولې نه دي شوي.

پټان عبدالخالق زیاتوي، که څه هم ځینې ترقیاتي کارونه د واپسۍ پر وخت شوي خو د اوبو سهولت ورکولو په لړ کې حکومتي پاملرنه د نيشت برابره ده.

موږ چې کله په ضلع کې د مالیاتو ایډیشنل ډپټي کمېشنر نعیم تورو سره د خلکو پر دغه مسله خبرې وکړې نو هغه وویل، لږ وخت یې وشولو چې پر دغه څوکۍ راغلی او ورسره دا مالومات نه شته چې ولې د واپسۍ پر وخت هلته د څوکنو د اوبو ستونزه نه ده حل شوې؟

دوی وايي، که څه هم ځینې ترقیاتي کارونه د واپسۍ پر وخت شوي خو د اوبو سهولت ورکولو په لړ کې حکومتي پاملرنه د نشت برابره ده.
دوی وايي، که څه هم ځینې ترقیاتي کارونه د واپسۍ پر وخت شوي خو د اوبو سهولت ورکولو په لړ کې حکومتي پاملرنه د نشت برابره ده.

له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد ریاض بنګش وویل، که مخکې هرڅه شوي نو ورباندې څه نه شي ویلی خو اوس دی خبر شوی او کوشش به کوي چې زر تر زره یې حل راوباسي.

په ۲۰۱۱ز کال کې د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو تر پیلېدو وروسته د یادو کلیو اوسېدونکي له کورونو وتلي ول او خوندي سیمو ته یې کډې کړې وې.

په ۲۰۱۶ کې ځايي اوسېدونکي خپلو سیمو ته ستانه شوي خو شپږ کاله تېرېدو باوجود لا هم هغوي د ژوند له بنیادي سهولتونو بې برخې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG