د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه د افغان سولې په اړه د کنفرانس پلان جوړوي


ترکيه وايي په راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه په استنبول کې د کنفرانس رابللو پلان جوړوي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر داود چاویش اوغلو د مارچ پر ۱۲مه د انادولو په نامه د ترکيې سرکاري‌ خبري اژانس ته ویلي چې ترکيه ځان په افغانستان کې یو له تر ټولو مهم کردار ګڼي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به دا کار په قطر کې له خپلو وروڼو سره په همکارۍ کوي خو هغه په دې اړه خاص معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي دا هم وویل چې ترکيه د افغان سولې بهیر لپاره د یو ځانګړي استازي ټاکلو اراده هم لري.

داود چاویش اوغلو ویلي چې طالبانو او افغان حکومتي پلاوي دواړو وړاندې ورته ویلي چې داسې یو کنفرانس جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له طالبانو سره کړي تړون ته له سره کتنه پای ته رسوونکی دی.

د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وخت کې شوي دې تړون له مخې به امریکا د دې کال تر مې میاشتې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG