د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د شنو خونو سبزي ورسېدل

د هلمند د کرنې ریاست مسوولان وايي چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د شنو خونو کرنیز محصولات د کال په دې وخت کې بازار ته وړاندې شول.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس زلمي الکو مشال راډیو ته وویل چې پر وړاندې شوېو حاصالاتو کې بادرنګ او مارو کدو شامل دي.

الکو همدا راز وايي چې دا حاصلات د هلمند په ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې شوي دي.

د ده په وینا د کال په دې وخت کې بادرنګ او نور سبزیجات له ګاونډیو هېوادونو واردېږي، خو د شنو خونو له ترویج سره به افغانستان په دې برخه کې په ځان بسیا شي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG