د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان او پاکستان لوړ پوري چارواکي د افغان سولې په اړه غږېدلي


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د مارچ پر ۱۰مه په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوا سره د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د روانې پروسې ترڅنګ د سیمې پر عمومي وضعیت او د دوو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو هم خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار خبرپاڼه زياتوي چې يادو دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګښت او ثبات لپاره به خپلمینځۍ اړیکې نورې هم زیاتې کړي.

کاملوف د مارچ پر ۱۰مه د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره هم وکتل او د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکاریو د لارو چارو په اړه یې خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG