د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا د نورو لوبو په څېر پر کرکټ هم ډېر اغېز کړی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

کورونا وایرس د ژوند د نورو برخو په څېر پر لوبو هم ډېر اغېز کړی دی. سیمه ییزې او نړیوالې سیالۍ ځنډول شوې دي‌ او په ملکونو کې دننه هم د لوبو ډګرونه تش پراته دي.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ ادارې وايي، دوی‌ ته د کورونا وایرس له کبله پراخ تاوان رسېدلی دی.

د دوی په وینا، له څو میاشتو راهیسې یې هر څه په ټپه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د بدامنۍ له کبله درېدلی نړیوال کرکټ له کلونو وروسته عادي‌ حالت ته پر ستنېدو وی.

افغانستان بیا په روان کال کې د نورو وختونو پرتله د نړیوالو لوبو ډېرې موقعې درلودې. خو اوس مهال دا هرڅه د کورونا وایرس له کبله د نه کېدو له خطر سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، کورونا وایرس یې نړیوال او کورنۍ کرکټ دواړه متاثره کړي دي.

د یادې ادارې ویاند احسان افتخار نګي د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د بنګله دېش په وړاندې یې سیالي په منځ کې پاته شوې او د روان کال پاته نړیوالې لوبې یې اوسمهال ځنډېدلې دي.

"د بنګله دېش په وړاندې مو په اپرېل کې دویمه ټسټ او یوه یو ورځنۍ لوبه د کورونا وایرس له کبله ونه شوه ، پاکستان په جولايي کې د هالېنډ او ایرلېنډ په وړاندې لوبې درلودې او هغه هم ځنډول شوې دي او اوس له انګلېنډ سره په خبرو بوخت یو او هیله لرو چې د پاکستان د انګلېنډ سفر او هلته لوبې ترسره شي."

احسن افتخار ناګي‌ زیاته کړه چې کورونا وایرس د پاکستان پراخ کورنی کرکټ په ټپه درولی دی.

ده وویل چې د پاکستان کرکټ بورډ د مارچ له ۱۷ په ملک کې د کرکټ ټولې لوبې درولې دي.

"د پاکستان سپرلیګ ورستۍ څلور لوبې ونه شوې او هم داسې د نارینه او ښځینه کرکټ کورنۍ کلنۍ سیالۍ متاثره شوې دي خو بیا هم تر کورونا وایرس وړاندې په دې کال کې په پاکستان کې له ډېرې مودې وروسته د کرکټ ډېرې ښې نړیوالې او کورنۍ سیالۍ ترسره شوې."

د افغانستان د کرکټ ملي روزونکي‌ ریس احمدزي مشال راډیو ته وویل چې دوی‌ کورونا وایرس د نورو هیوادونو پرتله افغانستان ته ډېر زیان رسولی دی.

د ده په وینا، دا ځکه چې د افغانستان د کرکټ اداره د نورو هیوادونو په څېر وسایل او اسانتیاوې نه لري.

"د افغانستان د ملي لوبډلې له زمبابوې سره نړیوالې لوبې وې، د افغانستان الف لوبډله سري لنکا ته تله، د شل اوریز اسیا کپ لپاره تیاری وو او هم داسې د راتلونکي نړیوال شل اوریز کپ لپاره تمرینات وو کوم چې ټول د کورونا وایرس له کبله متاثره شوي دي."

رییس احمدزي زیاته کړه چې کرکټ بورډ د کال په پیل کې د کورني‌ کرټ لپاره یو جامع پلان جوړ کړی وو خو کورونا وایرس د هغه پلان عملي کېدو په وړاندې هم خنډ جوړ شوی دی.

"په داخل کې هم موږ د ځوانانو لپاره ډېر ښه پروګرامونه درلودل ، ولایتي لوبې وې ، فرسټ کلاس او څلور ورځنۍ‍ لوبې وې یانې یو ډېر بهترین پروګرام د کال په سر کې جوړ شوی وو خو ناڅاپه پکې دا وبا راغله."

کورونا وایرس په روان کال کې د کرکټ سیمه ییز او نړیوال ټورنامنټونه نه یوازې له ځنډ سره مخامخ کړي‌ دي‌ بلکې د دې امکان هم شته چې ترسره نه شي.

کورونا وایرس د پاکستان سپرلیګ تر پای وړاندې ختم کړ ، د هند مشهور انډین پرېمیر لیګ یې د اپرېل پای کې پیل کېدو ته پرېنښود او اوس یې په سپټمبر کې د کرکټ د اسیا کپ او په اکتوبر کې شل اوریز نړیوال کپ کېدو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG