د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د اورګاډي له پټلۍ لوېدو یو تن وژلی او ۴۰ ټپي کړي‌


اسوشیېټیډ پریس ته د امدادي ادارې یو چارواکي محمد ارشد ویلي، په پیښه کې وژل شوې ښځه او ۴۰ زخمیان نیږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.
اسوشیېټیډ پریس ته د امدادي ادارې یو چارواکي محمد ارشد ویلي، په پیښه کې وژل شوې ښځه او ۴۰ زخمیان نیږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پاکستان د سیند صوبې په جنوب کې د مسافرو اورګاډی له پټلۍ اوښتی چې پکې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۴۰ زخمیان شوي دي.

د ریلوی محکمې یو چارواکي کامران لاشاري رسنیو ته ویلي، دا رېل ګاډی د مارچ پر اوومه سهار مهال له کراچۍ څخه لاهور ته روان وو.

د ده په وینا، د دې اورګاډي ځینې ډبې د روهړي او سانګي سټیشنونو ترمنځ په یوه سیمه کې کندې ته پرېوتې دي.

اسوشیېټیډ پریس ته د امدادي ادارې یو چارواکي محمد ارشد ویلي، په پیښه کې وژل شوې ښځه او ۴۰ زخمیان نیږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د رېلوی وزیر اعظم سواتي ځايي ټیلي ویژن ته ویلي چې د دې پېښې پلټنې کوي او د مړې شوې ښځې کورنۍ او زخمیانو سره به مالي مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG