د لاسرسي ځای

تازه خبر

زړورو افغانو مېرمنو ته د افتخاري ایوارډ ورکولو هرکلی وشو


دا ایوارډونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکوي
دا ایوارډونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون د امریکا هغه اقدام ستایلی چې اوو وژلو شویو افغانو مېرمنو ته افتخاري ایوارډ ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یو شمېر زړورو ښځو ته ایوارډونه ورکوي.

په دې ډله کې له افغانستانه د فاطمه ناتاشا خلیل، جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشتې، ملالۍ میوند او فرشته کوهستانۍ نومونه هم راغلي چې ۲۰۲۰ز کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. دا مېرمنې له پوځه رانیولې، تر رسنیو او په مدني ټولنو کې په فعالیت بوختې او پيژندل شوې څهرې وې.

که څه هم طالبانو د ګڼو هدفي وژنو پړه رد کړې خو افغان حکومت تور پورې کړی چې د اکثرو دغو افغانو فعالانو د قتل تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

بلخوا اروپايي پارلېمان د مارچ پر دویمه په ننګرهار کې د دریو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بللې ده. د انعکاس ټلوېزیون دا کار کوونکې د مارچ پر دوهمه نېټه په جلال اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې. داعش سخت دريځې ډلې د دې حملې مسولیت منلی.

د یاد پارلېمان له خوا د مارچ پر پنځمه ناوخته د افغانستان د حالت په اړه په یو خبرپاڼه کې د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او مدني ټولنو غړیو وژنه غندل شوې او په سم دستي توګه په دې هیواد کې د دایمي اوربند غوښتنه شوې ده.

پر رسنیو برید "د بیان ازادۍ ته جدي زیان رسولی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00

هلته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد مبارزې پولیسو د فخر الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ هغه پینځه کسیزه ډله نیولي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې جلال اباد ښار کې ډاکټر میهن یوسفي وژلی و.

امرخېل زیاته کړه، نیول شويو کسانو اعتراف کړی چې د قاري خالد له لورې ورته د یاد ډاکټر د وژنې په قضیه کې ۱۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې دوی د درې ریکشاوو په وسیله د ۹ کسیز ګروپ په مرسته نوموړی ډاکټر وواژه.

د امرخېل په خبره امنیتي ځواکونه تر دې وړاندې هم د ګڼو قضیو مجرمین نیولي او د وروستیو رامنځته شویو قضیو عاملین به هم ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG