د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د لیشمنایسېس پېښې زیاتې شوې


د افغانستان په جنوب کې لیشمېنیا وهلې یوه ماشومه

د خیبر د ناروغیو مخنیوي اداره وايي، په سیمه کې ملاریا په کمېدو ده خو د لیشمنایسېس ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

دا دواړه ناروغۍ د دوو مختلفو ماشو له چیچلو خپرېږي چې پکې یې ملاریا مرګونې ده خو په لیشمنایسېس یا لیشمېنیا کې پر وجود لوی دانې راخېژي.

د خیبر د ناروغیو د کنټرول ادارې مشر نعمت شاه اپرېدي پرون مشال راډیو ته وویل چې حکومت په ضلع کې د ملاریا د وړیا تشخیص او درملنې ۴۸ مرکزونه جوړ کړي. دی وايي، د حکومتي اقداماتو له وجې د ملاریا پېښې کمې شوې دي.

اپرېدي له ولسه وغوښتل چې د لیشمنایسېس تشخیص او درملنې لپاره دې یوازې حکومتي کلېنېکونو او روغتونونو ته ځي. نوموړي وویل، د لیشمنایسېس​ ناروغۍ ستنې (پيچکارۍ) ورسره کمې دي ځکه چې دا دوا په پاکستان کې نه جوړېږي او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یې هغه هېواد ته ورکوي.

د ده په وینا، په ۲۰۲۰ز کال په خیبر کې د لیشمنایسېس​ اووه زره پېښې ثبت شوې وې.

اپرېدي زیاته کړه چې خلک دې د خوب پر وخت پشه خانې (مچر دانۍ) کاروي، اوبه دې ډنډېدو ته نه پرېږدي او په خپلو کلیو کې دې د ماشو ضد دوا وپاشي چې ورسره د ناروغیو مخنیوی ممکن شي.

XS
SM
MD
LG