د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوپ فرانسېس وايي، د یوه زیارتي په توګه د عراق په سفر دی


د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه دېواله د پوپ فرانسېس انځور.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه دېواله د پوپ فرانسېس انځور.

د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د مارچ له پينځمې څخه د عراق په څلور ورځني سفر دی او ویلي یې دي چې هغه جګړه ځپلي او د مسلمانانو اکثریتي هېواد ته د "سولې د یوه زیارتي" په توګه ورځي.

۸۴ کلن پادري د مارچ څلورمې پر ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دی به د "نورو دینونو وروڼو او خویندو" ته د دوستۍ لاس ورکړي او په عین وخت کې به په تېرو لسیزو کې د عراق د عیسویانو د لویو کړاوونو یادونه هم وکړي.

پوپ فرانسېس عراقيو خلکو ته په پیغام کې ویلي چې ورسره د "ملاقات هیله"لري چې د هغوی "څهرې وویني" او د هغوی "خاورې او د لرغوني او لوی تمدن مرکز" ته ورشي.

دا یو کال مخکې د کورونا وایرس جهاني وبا له پیلېدو راهیسې د پوپ فرانسېس لومړی بهرنی سفر دی.

ټاکل شوې چې نوموړی د مارچ تر اتمې پورې په عراق کې په یو شمېر غونډو کې برخه واخلي.

د پوپ تر ورتګ مخکې په پلازمېنه بغداد کې د هغه د هرکلي لوحې لګېدلي او د شیعه ګانو په سپېڅلي ښار نجف کې یې یو انځور ځړېدلی چې ورباندې په عربۍ ژبه "د واتیکان بابا" لیکل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG