د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزه تړون ته له سره کتنه کېږي


د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، نظام او حکومت په ټوله کې ژمن دی چې تجارانو ته زمینه برابره کړي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، نظام او حکومت په ټوله کې ژمن دی چې تجارانو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو او د ختيځ زون په کچه د سوداګرو یو شمېر استازو د پاکستان او افغانستان د ټرانزيټي سوداګرۍ په تړون ( اپټا) مشورتې ناسته وکړه، دا تړون يې د افغان سوداګرو په زیان وباله او د نوي کولو لپاره يې خپل نظرونه او وړانديزونه سره شريک کړل.

د ۲۰۱۱ ز کال په نومبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ په هکله د اپټا په نوم يو تړون لاسلیک شوی و چې له مخې يې افغانستان هندوستان ته او پاکستان د منځنۍ اسیا څلورو هيوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږدول وو.

د افغانستان د ختیځ زون په کچه افغان سوداګرو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د مارچ په دویمه نېټه په جلال اباد کې يوه مشورتي ناسته وکړه، د اپټا تړون يې د افغان سوداګرو په زیان وباله او د نوي کولو لپاره يې خپل نظرونه او وړاندیزونه سره شريک کړل.

ملي سوداګر خان جان الکوزي په دې مشورتې ناسته کې وویل، د افغان ولسمشر په لارښوونه او د اقتصادي عالي شورا د پرېکړې له مخې يې له کابل نه وروسته په ننګرهار کې په اپټا تړون بیا کتنه او سلا مشورې پيل کړې.

نوموړي وړاندې وویل:" دا اوس هم د کراچۍ بندر له دې ټولو مشکلاتو سره سره موږ ته ارزانه لار ده. دا اوس هم که له تورخمه ټرک سهار حرکت وکړي، مازيګر واګې بندر ته رسېږي. خو متاسفانه د اپټا قرارداد د یوې سیاسي پرېکړې له مخې په موږ تحميل شوی وو"

نوموړي زیاته کړه چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ورغلی او هغه دا پروتوکول امضا کړی چې پکې د ده په خبره پاکستان د افغانستان په شمال کې څلور لارې مرکزي اسیا ته له دوی څخه امتیاز واخيست او په بدل کې يې یوه واهګه افغانستان ته ورکړه چې یوازې تازه او وچه ميوه پرې صادرولی شي او وارداتو ته هم پرې اجازه نلري.

هغه ادعا وکړه چې دوی داسې اسناد لري چې په څلورو میاشتو کې پاکستان افغانستان ته سږکال اوه میلیارده کلدارۍ ډيمرج رسولی دی.

دوی وايي، نه غواړي چې له دې وروسته به د اپټا د تړون له مخې له پاکستان سره واردات او صادرات ولري.
دوی وايي، نه غواړي چې له دې وروسته به د اپټا د تړون له مخې له پاکستان سره واردات او صادرات ولري.

په ننګرهار کې د صنایعو خونې مشر حاجي تورملنګ د اپټا په تړون کې له هغو ګڼو ستونزو يوې ته اشاره وکړه چې افغان سوداګرو ته يې زیان اړولی و.

نوموړي وویل:"د اپټا په تړون کې راغلي چې د کراچۍ له بندر چې کوم سواګریز مالونه افغانستان ته راځي، دا باید په کانتینر کې بار شي. په داسې حال کې چې ځینې توکي له کانتینر پرته هم راوړل کېدای شي. دا يې لویه ستونزه وه. کله چې د افغانستان سیاسي اړیکې له پاکستان سره ترینګلې شوې، نو زموږ له تجارانو به په په یوه ورځ کې له یوه کانتینره ۷۵ امریکايي ډالر اخیستل کېدل. ۴۵ ورځې د تورخم لاره بنده وه او ټول تاوان يې افغان سوداګرو ته اړولی و."

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د بورډ غړي ډاکټر مخلص په خپلو خبرو کې وویل، دوی نه غواړي چې له دې وروسته به د اپټا د تړون له مخې له پاکستان سره واردات او صادرات ولري.

نوموړي وړاندې وویل: " موږ غواړو چې د اپټا تړون په دوه برخو وویشل شي. یو يې د تجارت لپاره او بل يې د ټرانسپورټ لپاره. بله دا چې موږ نه غواړو چې دا دې د اپټا تر عنوان لاندې وي. ځکه چې دا دوه جانبه قرارداد زموږ لپاره ستونزمن دی. موږ غواړو چې دا قرارداد د هندوستان په ګډون د مرکزي اسیا له هیوادونو سره په ګډه وشي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل دې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وړاندې وویل: "نظام او حکومت په ټوله کې ژمن دی چې تجارانو ته زمینه برابره کړي. زه له ولسمشر نه مننه کوم چې تل يې تجار ته اهمیت ورکړی، د دوی نظریات يې اورېدلي دي، او هڅه يې کړې چې تجارانو ته سهولتونه ایجاد شي."

افغان سوداګرو وايي، دوی به له پاکستان سره داسې ترانزیټي سوداګریز تړون نوی کوي چې له کومو امتیازاتو چې پاکستان برخمن کېږي، افغانستان ترې هم برخمن شي.

XS
SM
MD
LG