د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجیریا کې له یوه ښوونځي څخه ۳۱۷ نجونې لا درکه شوي


 پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته له سکول څخه د ۳۱۷ نجونو اغوا کېدل تایید کړل. ارشیف- انځور
 پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته له سکول څخه د ۳۱۷ نجونو اغوا کېدل تایید کړل. ارشیف- انځور

د نایجیریا په شمال کې د فبرورۍ پر ۲۶مه پر یو سکول د ګڼو وسله والو تر حملې وروسته په سلکونو نجونې لا درکه شوې دي.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته له سکول څخه د ۳۱۷ نجونو اغوا کېدل تایید کړل. د زمفاره ایالت په سرکاري سیکنډري سکول کې دا پېښه، په نایجیریا کې په تېرو لسو ورځو کې دا د خپل نوعیت دوهمه پېښه ده چې مخې ته راځي.

یو پلار نصیرو عبدالاهي ایسوشيټیډ پریس ته ویلي چې د سکول د معلوماتو له مخې ۳۰۰ نجونې لادرکه دي. د عبدالاهي دوه لوڼې چې عمرونه یې لس او دیارلس کاله دي، په تښتول شوو کې شاملې دي.

د سیمې اوسېدونکي موسا مصطفا ویلي چې وسله والو په پوځي کیمپ او پوستې هم بریدونه کړي.

د اطلاعاتو ایالتي کمیشنر سلیمان توناو انکا ویلي چې وسله وال په ګاډو کې سکول ته ورغلي ول او ځینې نجونې یې په زوره له ځانه سره بېولې دي.د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونه د پېښې پر پلټنه بوخت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG