د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور امن غواړو: سهېلي وزیرستان جرګه


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

نن د يو مسيد مشرانو په بلنه په ټانک کې د جنوبي وزيرستان د ډيپټي کميشنر په دفتر کې د امن راوستو لپاره جرګه وشو چې ورته د مسيدو د بېلا بېلو سيمو مشران او مخور ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان مشر رحمت شاه مسيد مشال راډيو ته وويل چې د دوی په سيمه کې ځايي ولس ناحقه ځورول کېږي او پورته کول کېږي.

د جرګې ګډونوالو وويل دوی د پوځ لخوا په بېلا بېلو نومونو ځورول کېږي او د ناامنۍ له هرې پېښې وروسته نيول کېږي او وهل ټکول ورکول کېږي.

د یو مسید جرګې راپور په ږغ کې دلته واورئ

نور امن غواړو: جنوبي وزیرستان جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ګډونوالو وويل که چيرې پوځ په سيمه کې امن نه شي راوستلای او د ولس ساتنه نه شي کولای نو سيمه دې پرېږدي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان چارواکي وايي چې پوځ په سيمه کې د امن راوستو لپاره له خپل ټول توانه کار اخلي او قربانۍ يې ورکړې دي. د دوی په وينا ځېنې خلک له وسله والو سره د اړيکو درلودو يا خواخوږۍ په تور نيول شوي چې له پلټنو وروسته بیرته خوشې شوې دي.

XS
SM
MD
LG