د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا ویډيو: قومي سرښتې د دوو تنو مخونه تور کړي او پر خرونو یې ګرځولي


د تیرا سیمه

پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې دوه تنه یې په دوو خرونو باندې سپاره کړي، مخونه یې ورله تور کړي او ګڼ شمېر خلک ورپسې چغې سورې وباسي او په بازارونو کې چکرې ورکوي.

د خیبر سرکاري چارواکي تصدیق کوي چې دا ویډیو د فبرورۍ په ۲۳ په تیرا برکمبرخېلو کې په برباغ کې جوړه شوې، هلته قومي سرښتې دوه تنه د ايس په نوم د نشي موادو پلورلو په تور ونیول او دا سزا یې ورکړې ده.

د تیرا برکمبرخېلو سره تعلق لرونکې فعال او خبریال علي اختر اپرېدی وايي، قومي سرښتي غواړي چې خپل ځوانان له ایس نشې وژغوري ځکه چې دلته په سیمه کې ډېری ځوانان پرې روږدي شوي دي.

دوه تنه یو عباس او بل سرورو نوم وو، دوی دې څلوېښت کسیزه سرښتې ته خپلځانونه په خپله حواله کړل دا ځکه چې په دې سیمه کې که یو تن د یو جرم نه انکاري شي نو بیا قومي سرښته په قرآن پاک قسم ورکوي، نو د دغه کسانو کورنۍ د لوړې یا سوګند نه ځان بچولو لپاره ورته دا کسان حواله کړل او داسې سزا ورکړل شوه، سرښتي سړي سر ورباندې دوه لکه او پینځه ویشت زره جرمانې هم پرې ولګولې او راروان وخت لپاره یې ترې د شلو شلو لکو شخصي ضمانتونه هم واخیستل چې دا د ایس نشې کاروبار به نه کوي.

د انساني حقونو فعال ایډوکیټ فرهاد اپرېدی وایي، سزا او جزا ورکول د ریاست کار دی،که یو سړي باندې یو تور ولګېږي نو یو ملزم په آیین او قانون کې دا حق خوندي دی چې څوک یې د عزت او عظمت سپکاوی نه شي کولی،که ولس ورله مخ تور کړی وي او په خره یې سپاره کړي وي نو د پاکستان د نارکوټکس په قوانینو کې داسې سزاګانې نه شته، دا ملزمان چې ايس نشه یې خرڅوله نو دا به پولیسو نیولی وای او عدالت ته به یې وړاندې کول، ولس یا قومي سرشښته دا اختیار نه لري چې په خپلسر ملزمانو ته سزاګانې ورکړي. نه د پښتنو په دودونو کې داسې سزاګانې شته، د نشيي موادو او نورو ناوړه کارونو حوصله شکني پکار ده خو په دې طریقه نه، چې یو ملزم ته څوک مخ ور تور کړي او پر خره یې سپور کړي، دا د قانون او نظام پرضد کار دی.

د خیبر پولیس وایي، چې اوس فاټا په خیبر پښتونخوا کې ضم شوې ده پولیسو او اینټي نارکوټکس فورس محکمې ورغځېدلي او تر تیرا پورې حکومتي واکمني بحال ده او هېچا له به دا اجازه نه ورکوي چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي د دغه پېښې پلټنې به کوي او په دې کې ککړو کسانو ته به د قانون مطابق سزا ورکوي.

په خیبر ضلع کې اوس هم په لیرې پرتو سیمو کې قومي سرښتې شته او د پخوانیو دودونو له مخې خلکو ته سزاګانې ورکوي، په دا وروستو کې په ځينو پېښو کې په بېلا بېلو قبایلي ضلعو کې د خلکو کورونه هم سوځول شوي دي او جرمانې ترې اخیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG