د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې دوه کسان وژلي، پینځه ژوبل


امنیتي سرتېري د ۲۰۲۱ز فبرورۍ پر ۲۰مه په کابل کې د بمي برید ځای او ګاډی معاینه کوي - ارشیف
امنیتي سرتېري د ۲۰۲۱ز فبرورۍ پر ۲۰مه په کابل کې د بمي برید ځای او ګاډی معاینه کوي - ارشیف

چارواکي وايي، د افغانستان په پلازمېنه په کابل کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د اتوار (یکشنبې) پر مازیګر د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نېږدې په یوه رېنجر موټر باندې شوې ده.

د فرامرز په خبره، د رېنجر چلوونکی او یو ماشوم وژل شوي. دی زیاتوي چې له ټپیانو څخه یوه ښځه او دوه ماشومان دي.

د فبرورۍ د ۲۱مې برید ذمه واري چا نه ده منلې.

خو افغان حکومت وايي چې د طالبانو وسله وال په تېره بیا حقاني شبکه په ښارونو کې د مقناطیسي ماین چاودنې ترسره کوي.

خو وسله والو طالبانو په هدفي بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

په عین وخت کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د داعش او حقاني یوه پنځه کسیزه ډله یې نېولې ده.

دغه ریاست نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د داعش او حقاني دغو ترهګرو په ښاري سیمو باندې د راکټي بریدونو د ترسراوي اسانچاري کوله.

په اعلامیه کې د دغې ډلې د څو بریدونو یادونه شوې له هغې ډلې د مزاري د یادښت په مراسمو، د بګرام په هوايي ډګر او د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر راکټي بریدونه.

دا کسان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار له اولسمې ناحیې نیول شوي دي

د فبرورۍ پر ۲۰مه هم په کابل کې لږ تر لږه څلورو ماین چاودنو راپور ورکړل شو چې پکې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG