زريالی صمدي پېښور کې د سندرو نوی البم جوړوي
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی زريالي صمدي مېلمه کړی وو. دی د نوميالي سندرغاړي بريالي صمدي کشر ورور دی او له هغه سره يوځای په کابل کې اوسي. صمدي وايي، د پېښور په بېلا بېلو سټوډيوګانو کې يې د نويو سندرو رېکارډول پيل کړي او په پښتونخوا کې به ورته ويډيوګانې هم جوړوي. د ده په خبره، د البم ډېری سندرې يې مستې دي خو پلان لري چې څه موده وروسته غزلونه هم ثبت کړي. د زريالي صمدي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر ۱۵, ۲۰۲۲
عرفان کمال وايي د هنر په مټ "په تش جېب باچا" دی
-
دسمبر ۰۸, ۲۰۲۲
شوکت محمود وايي ولسمشریزې جايزې يې حوصله لوړه کړې
-
نومبر ۱۰, ۲۰۲۲
په اسلام اباد کې د بلال خان بلال د "اهنګ کدې" فعاليتونه