د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت لیاقت خټک ولې لرې کړ؟


صوبايي‌ حکومت پر لیاقت خټک تور پورې کړې دی چې د فرورۍ پر ۱۹مه یې په ضمني ټاکنو کې د ګوند له اصولو سرغړونه کړې وه.
صوبايي‌ حکومت پر لیاقت خټک تور پورې کړې دی چې د فرورۍ پر ۱۹مه یې په ضمني ټاکنو کې د ګوند له اصولو سرغړونه کړې وه.

په خيبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت د اوبه خور وزير لياقت خټک له خپلې دندې لرې کړی دی.

صوبايي‌ حکومت پر لیاقت خټک تور پورې کړې دی چې د فرورۍ پر ۱۹مه یې په ضمني ټاکنو کې د ګوند له اصولو سرغړونه کړې وه.

د اطلاعاتو صوبايي وزير کامران بنګش مشال راډيو ته وویل چې د لياقت خټک پر ضد ورسره ثبوتونه دي چې د ګوند د نظم و ضبط پر ضد ګامونه یې پورته کړیدي.

کامران بنګش زیاته کړه چې له هم دې کبله د هغه د لرې کولو ګام پورته کړل شوی دی.

د صوبايي حکومت له خوا د لګول شویو تورونو په اړه مو د لیاقت خټک د نظر لپاره له هغه سره بیا بیا د تماس هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

لیاقت خټک د خیبر پښتونخوا د پخواني وزیراعلا او د پاکستان د اوسني دفاع وزیر پرویز خټګ ورور دی.

لیاقت خټک په ډاګه ویلي وو چې له خپل ورور او د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومت سره یې پر ځینو خبرو اختلافات دي.

لیاقت خټک په دې اړه د تحریک انصاف له مشر او وزیراعظم عمران خان سره څو ځله د لیدو هڅې هم کړې وې خو لیده کاته یې نه وو شوي.

نوموړي تر هغه وروسته په ډاګه د خپل ګوند د تګلارو ضد بیانونه ورکول.

خو دی له هغه وروسته له دندې لرې کړل شو چې د فرورۍ پر ۱۹مه د نوښار له پي کې ۶۳مې چوکۍ د صوبايي اسمبلۍ لپاره بیا ټاکنه وشوه.

په دې انتخاب کې د مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ نون کاندید بریالی شو.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې لياقت خټک د مخالف ګوند د اميدوار لپاره کمپاین کړی وو او له هغه سره یې د ووټونو مرسته کړې وه.

په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزېشن غړي عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک تور پورې کوي‌ چې داسې بدلونونه په تحریک انصاف کې د نظم نیشتوالی او اختلافات په ډاګه کوي.

تحریک انصاف تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د کابیني یو شمیر غړي لرې کړي‌ او د ځینو یې وزارتونه بدل کړي وو.

د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش وايي، د وزارتونو بدلول د اختلافاتو له وجې نه بلکه د کار کردګۍ په سبب وي.

XS
SM
MD
LG