د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ادارې دې سوات کې نیولې ودانۍ خالي کړي: جرګه 


قامي جرګې د فرورۍ پر ۲۰مه د سوات په خوازه خېله کې غونډه وکړه چې په سلګونه ځايي مشرانو او عام ولس پکې ګډون وکړ.
قامي جرګې د فرورۍ پر ۲۰مه د سوات په خوازه خېله کې غونډه وکړه چې په سلګونه ځايي مشرانو او عام ولس پکې ګډون وکړ.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې یوې جرګې غوښتنه کړې ده چې امنیتي ادارې دې هلته د نجونو کالج، د لوبو میدان او د څاروو روغتون خالي کړي.

قامي جرګې د فرورۍ پر ۲۰مه د سوات په خوازه خېله کې غونډه وکړه چې په سلګونه ځايي مشرانو او عام ولس پکې ګډون وکړ.

د جرګې مشرانو په ویناوو کې له ۲۰۰۸م کاله راهسې په سوات کې پر رامنځ ته شویو حالاتو رڼا واچوله او یو شمېر مسلې یې په ګوته کړې.

دوی وویل چې امنیتي ادارو له ۲۰۰۸م کاله راهسې هلته یو شمېر ودانۍ نیولې دي چې د دوی په وینا باید زر تر رذه خالي کړل شي.

د جرګې مشري کوونکي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر مختيار يوسفزي وویل چې دوی په بیا بیا په دې لړ کې حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې دي.

محنتیار خان زیاته کړه چې اوس په دې اړه د عملي‌ ګامونو پورته کولو وخت راغلی دی.

ده وویل، "که په تاسو باندې جرګې غږ وګړ چې جلسه ده راځی به لکه څنګه چې جرګې ته راغلي یاست ، که په تاسوه غږ وشو چې خپلو خپلو کلو کې سړکونو ته را ووځی او لارې بندې کړی نو راوځی به."

مختیار خان یوسفزي زیاته کړه چې دوی به په زور یا ټګۍ خپله یو انچ خاوره هم چاته ورنکړي.

د جرګې وياند خورشيد کاکاجي په اعلامیه کې وویل چې یو شمېر تعليمي ادارې او مهمې ودانۍ لا هم د امنیتي ادارې په استعمال کې دي.

ده وویل، "په ځانګړې توګه د نجونو تعلیمي ادارې، د نجونو هاسټل، د تعليمي ادارو لوبو ميدانونه، د حيواناتو هسپتال تر اوسه د امنیتي ادارو په ولکه کې دي."

ده وویل چې امنیتي ادارې دې دا ودانۍ زر تر زره خالي کړي چې د اصلي مقصد لپاره تر کار واخیستل شي.

د پپلز ګوند ځايي مشر ډاکټر امجد جرګې ته په وینا کې وویل چې دوی د جرګې له ټولو غوښتنو سره متفق دي.

ده زیاته کړه چې که چرې د جرګې دا غوښتنې پوره نه شوې نو دوی به پراخ احتجاجونه کوي.

ده وویل، " زه یوازې دا وایم چې د پورته سوات لس لکه ابادي ده، که صرف پينځه سوه خلک بازارونو ته را وځي احتجاج وکړي نو حکومت به ستاسو ټولې خبرې ومني."

د جرګې خصوصي مېلمه د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند مخکښ او سېنېټر عثمان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې دا ټولې مسلې یې په سېنېټ کې وړاندې کړې دي او بیا به یې هم وړاندې کوي.

د سوات ډپټي کمشنر جنيد خان مشال راډيو ته وویل چې ضلعي انتظاميه به د جرګې له غړو سره ناسته کوي او غوښتنې به يې اوري او ورسته به پرې کاروايي کوي.

XS
SM
MD
LG