د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مارچ اخرۍ هفته کې به پېښور د لوبو د مېلې کوربه وي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې د مارچ په وروستۍ اوونۍ کې د بېلابېلو لوبو د یوې مېلې تابیا کړې ده چې د ۲۱ کالو نه د کم عمر لوبغاړي به پکې برخه اخلي.


د لوبغاړو د غوراوي لپاره د صوبې په ۳۵ ضلعو کې ازموینې روانې دي چې د مارچ تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.

غوره شوي لوبغاړي به په مېله کې د خپلو ضلعو استازیتوب کوي. د لوبو په یاده مېله کې د ضم شوو قبایلي ضلعو لوبغاړي هم برخه اخېستی شي.

د لوبو په یاده مېله کې د هاکي، ټېبل ټېنس، جوډو کراټې، تایکوانډو، رېسلېنګ، باسکټبال، جمناسټېک، ووشو، د وزن اوچتولو، نیټبال، رسۍ راښکلو، بیډمنټن، اېتلېټېکس او کرکټ لوبې شاملې دي.

د خیبر پښتونخوا د لوبو د ادارې چارواکي وايي، دوی تمه لري چې د لوبو په دغه مېله کې به ۷۰۰۰ لوبغاړي برخه واخلي چې د هلکانو ترڅنګ به پکې نجونې هم وي. دوی وايي، هلکان په لسو او نجونې په اوو لوبو کې ګډون کولی شي.

د یادې ادارې یو چارواکی شرجیل خټک چې د ټېبل ټېنس لوبې کوچ هم دی مشال راډیو ته یې وویل، د لوبغاړو د انتخاب لپاره د لوبو ډایرکټوریټ د روزونکو یوه ډلګۍ جوړه کړې چې هرې ضلعې ته به ځي او له لوبغاړو به ازموینه اخلي. نوموړی وايي، له دې سره به په شفافه ډول نوي باصلاحیته لوبغاړي مخې ته راشي.

د خیبر پښتونخوا د لوبو د ادارې په دې نوښت لوبغاړي او د لوبو سره تړلي خلک خوشاله دي. د خیبر پښتونخوا د نخښه ویشتونکو د ټولنې جنرل سېکټري منظور قادر اپریدی وايي، دا د ډېرې خوشالۍ خبره ده چې د لوبو په مېله کې قبایلي ځوانانو ته هم ځای ورکول کېږي. نوموړی وايي، اوس به قبایلي ځوانانو ته زیات چانسونه په لاس ورځي چې قامي ټیمونو ته ځانونه ورسوي.

د خیبر ضلعې د اتلیټیکس لوبې یو لوبغاړی سید جابر اپریدی وایی، دا چې په دې لوبو کې به اوس ګټونکو لوبغاړو ته سکالرشپ او معاوضې هم ورکول کیږي نو له دې سره به د لوبغاړو مورال ډېر لوړېږي.

د خیبر پښتونخوا د لوبو ډایریکیټوریټ چارواکي وایي، په دغه مېله کې چې کوم لوبغاړي د سرو زرو ، سپینو زرو او د پیتلو میډالونه وګټي، هغوی ته به تر یو کاله پورې په ترتیب سره لس، اته او پنځه زره روپۍ د میاشتې وظیفه ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا د لوبو اداره وايي، کله چې د لوبغاړو د غوراوي پروسه بشپړه شي نو بیا به د لوبو د حتمي نېټې او ځای په اړه معلومات خپاره کړي. اټکل کېږي چې دا لوبې به د مارچ په وروستۍ اوونۍ کې په قیوم سپورټس کمپلېکس کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG