د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي صرافان: حکومت دې صرافانو ته د جوازونو کې په انتخاب کې حق ورکړي


اعتراض کوونکو د افغانستان بانک له مشرتابه وغوښتل، چې د صرافانو د سرتاسري شورا ۱۰ ماده ییز پرېکړه لیک ته دې مثبت ځواب ووايي، تر څو له دې امله پیل کړی کاربندیز ختم کړي.
اعتراض کوونکو د افغانستان بانک له مشرتابه وغوښتل، چې د صرافانو د سرتاسري شورا ۱۰ ماده ییز پرېکړه لیک ته دې مثبت ځواب ووايي، تر څو له دې امله پیل کړی کاربندیز ختم کړي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه د افغانستان د نورو سیمو په شان خوست کې هم صرافانو د ۱۵ ورځني کاربندیز په دوام اعتراضیه غونډه وکړه او د افغانستان بانک له چارواکو يې وغوښتل، چې دوی ته دې د جوازونو په انتخاب کې اختیار ورکړل شي.

دوی ویل، ټولې صرافۍ په یوې کټګورۍ کې نه دي، څوک ډېرې سرمايې لري او ځینې بیا یوازې له دې لارې د کورنیو نفقې پیدا کوي، چې له دې کبله ټول صرافان په یو ډول د شرکتونو د جوازونو د اخیستلو توان نه لري.

اعتراض کوونکو د افغانستان بانک له مشرتابه وغوښتل، چې د صرافانو د سرتاسري شورا ۱۰ ماده ییز پرېکړه لیک ته دې مثبت ځواب ووايي، تر څو له دې امله پیل کړی کاربندیز ختم کړي.

په خوست کې د صرافانو د اتحادې رئیس نظیف الله ورین مشال راډيو ته وویل، دا کاربندیز يې د سلواغې له ۱۸مې پیل کړی او دوی ټول د صرافانو د سرتاسري شورا د پرېکړه لیک پلي کیدنه غواړي:

"موږ د شرکتونو جوازونه اخلو، انفرادي جوازونه هم غواړو او د پولي خدمتونو جوازونه هم غواړو، خو په اختیاري شکل. که موږ ته په اختیاري شکل دا جوازونه رانکړل شي، موږ به خپلو تظاهراتو ته همداسې دوام ورکوو، تر څو چې موږ ته خپل حقوق راوسپارل شي او ځکه يې اختیاري غواړو چې صرافان ټول په یوه کټګوري نشي راتللی، موږ د افغانستان بانک قانون منلی او هر قانون ته مو لبیک ویلی، خو ټولې صرافۍ په هيڅ امکان یوه کټګورۍ کې نه راځي. "

خوستي صرافان وايي، افغانستان بانک دې دوی پریږدي، چې د خپلو سرمایو او توان په اندازه که د شرکت توان لري، که د انفرادي صرافۍ او یا د پولي خدمتونو د وړاندې کولو وس يې وي، چې یو له دې څخه انتخاب کړي او جواز يې واخلي.

د هېواد په کچه تر اوسه د صرافیو ۴۰۰۰ جوازونه ویشل شوي دي او په خوست کې له دې جملې ۱۸۵ جواز لرونکې صرافۍ فعالیت لري.

د صرافانو په وینا، د افغانستان بانک د مسوولینو خبره داده چې له دوی څخه د دوی اقتصادي ملاتړي ددې پروسیجر د عملي کولو غوښتنه لري، خو دوی بیا ټېګار کوي، چې د افغانستان بانک باید ددې هېواد شرایطو ته په کتو پرېکړه وکړي.

د خوست ښار یو بل صراف بادشاه سردار هم وايي، دوی جبرې جوازونه نه غواړي، بلکې ارادي جواز غواړي، چې صرافان خپلې سرمایې ته په کتو کوم ډول قانوني جواز انتخابوي. دده په خبره چې فعالیتونه يې قانوني دي او دوی هره اونۍ افغانستان بانک ته د خپلو فعالیتونو ګزارش ورکوي.

د خوست د صرافانو د اتحادیې مرستیال شهزاد خان ګلام زوی وايي، چې دوی سره په حرکت کې ښاري اتحادیه هم ملګرې ده او که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوکانداران به ښار وتړي.

دده په وینا، دوی به خپلو مدني حرکتونو ته تر هغې دوام ورکړي، چې د صرافانو د سرتاسري اتحاديې غوښتنې ومنل شي او که نه وي، نو دوی به د افغانستان بانک دروازې مخې ته د تحصن خیمې دودروي:

"دا کار بندیز به تر هغې موږ ساتو، چې افغانستان بانک موږ سره هوکړه کړي نه وي او زموږ پرېکړه لیک يې منلی نه وي، بل ښاري اتحادیې هم موږ سره ژمنه کړې، چې ښار به تړي، که دوی ونه منله موږ به د افغانستان مخې ته خیمې دروو، انشاالله دا خپل کار بندیز به پرمخ بیایو. "

د خوست په شان د صرافانو ورته اعتراضیه ناستې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم جوړې شوې دي. صرافان وايي، چې د افغانستان بانک د صرافۍ انفرادي جوازونه، شرکتي ته د اړولو اقدام دوی ته د منلو نه دی.

که څه هم تازه د افغانستان بانک په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې ویلي وو چې د افغانستان بانک له ترهګرۍ سره د مبارزې او پیسو منځلو په هدف دا اقدام ترسره کړی دی.

و موغوښتل، په دې اړه په خوست کې د افغانستان بانک مدیریت نظر هم واخلو، خو هغوی وویل چې په دې اړه د نظر څرګندولو حق د افغانستان بانک له مرکزي ادارې سره دی.

XS
SM
MD
LG