د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د ۱۶۰۰۰ ړنګو کورونو سروې بشپړه شوې


چارواکي وايي، دا مهال د باړې سب ډویژن په بېلا بېلو برخو کې اته ډلې د کورونو په شمېر بوختې دي.
چارواکي وايي، دا مهال د باړې سب ډویژن په بېلا بېلو برخو کې اته ډلې د کورونو په شمېر بوختې دي.

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي چې په خیبر ضلعه کې یې د ۱۶۰۰۰ ړنګو شویو کورونو سروې پوره کړې ده او د ۱۰ زره اغیزمنو کورنیو سره یې د دوه بیلیونه روپو مرسته کړې ده.

د پاکستان حکومت داغېزمنو خلکو ته د معاوضو تر یوه پروګرام لاندې په جنګ ځپلو سیمو کې د ړنګو شویو کورونو سروې کوي او د بیا رغونو لپاره یې له خلکو سره مالي مرستې کوي.

په خیبر کې د ریلیف مرستیال ډپټي کمشنر نوید اکبر فېبروري ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څلور کالونو کې یې د ۱۶۰۰۰ کورونو سروې سر ته رسولې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د باړې سب ډویژن په بېلا بېلو برخو کې اته ډلې د کورونو په شمېر بوختې دي.

بلخوا د اپرېدي ریلیف کمیټۍ یو مشر معروف خان اپرېدی وايي چې په ډېرو سیمو کې سروې نه ده شوې او که چیرته شوې هم ده نو بیا خلکو ته مالي مرستې نه دي ترلاسه شوي.

د یادونې وړ ده چې حکومت د پوره ړنګ شوي کور لپاره د څلور لکو او د جزوي ړنګ شوي کور لپاره د یو لکه ۶۰ زره روپو مالي مرستې ورکوي.

XS
SM
MD
LG