د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې بري شو


 پخوانی ولسمشر، ډونلډ ټرمپ
پخوانی ولسمشر، ډونلډ ټرمپ

د امريکا سېنټ د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د مواخذې مقدمې اوريدنه د فرورۍ پر ۱۳مه بشپړ کړه او نوموړی يې د بلوو راپارولو له الزامه بري کړ.

پر پخواني ولسمشر تور وو چې د جنورۍ پر شپږمه يې خلک د بلوا لپاره راپارولي وو چې د کانګرس پر ودانۍ حمله وکړي.

په سېنټ کې پخواني ولسمشر ټرمپ د مجرم ګرځولو په حق کې ۵۷ سېنېټرانو ووټ ورکړ او د بري کولو لپاره یې ۴۳ رایې واچول شوې. که څه هم اکثره غړو ټرمپ مجرم ګرځولو په حق کې رايي وکارولي خو د دوه - تهايي‌اکثريت لپاره ۱۰ ووټونه کم وو.

د امريکا ايوان نمايندګانو يا استازو جرګې تېره مياشت د ټرمپ د مواخذې منظوري ورکړي وه. په سېنېټ کې د ريپبليکن ګوند اووه سېنېټرانو ټرمپ مجرم ګرځولو په حق کې رايي ورکړه چې د دغه هېواد په تاريخ کې لومړی ځل وو. ټرمپ په يو بيان کې ويلي چې دا د امريکا په تاريخ کې لويه الزام تراشي وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG