په پېښور کې د میوزک اکېډمۍ جوړېدو اړتیا ده: شوکت سواتی
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی شوکت سواتی مېلمه کړی وو. دی د سوات د مدين دی او دا مهال په پېښور پوهنتون کې په پښتو ادبياتو کې لوړې زده کړې کوي. سواتي خپلې يو شمېر سندرې پر انټرنېټ خپرې کړې دي. دی وايي، د پوهنتون يو شمېر ملګري يې موسيقي زده کول غواړي خو د دغه کار لپاره استاد او مناسب ځای نه لري. سواتی زياتوي، ده او مشرانو فرهنګيانو ملګرو يې حکومت ته په پېښور کې د يوې ميوزک اکېډمۍ جوړولو خواستونه کړي، چې دوی يې لا هم د پوره کېدو په تمه دي. د شوکت سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۱
زريالی صمدي پېښور کې د سندرو نوی البم جوړوي
-
فبروري ۱۵, ۲۰۲۱
د سيدا ګل مينا شاګردانو کې د سندرغاړو تر څنګ قاريان هم شامل دي
-
جنوري ۲۴, ۲۰۲۱
شوکت پنيال د پوکي شپږ بېلا بېل سازونه غږوي
-
جنوري ۱۴, ۲۰۲۱
په پېښور کې د هنرمندانو ترمنځ د فوټسال سیالۍ