د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم د سېنېټ ټاکنو په باب صدراتي فرمان نه مني: مولانا فضل الرحمن


د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمن
د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمن

پاکستان ډموکراټیک مومنټ (پي ډي اېم) د سېنېټ د راتلونکو انتخاباتو په اړه صدارتي فرمان مسترد کړی دی.

د فبرورۍ پر ۷ مه په کراچۍ کې له رسنيو سره په خبرو کې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان پوښتنه راپورته کړه چې په سپريم کورټ کې دا مقدمه روانه ده نو بيا د فرمان جاري کولو څه مقصد وو. نوموړي د دې صدارتي فرمان جاري کول حکومتي بدنیتي وبلله.

بلخوا د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په ملتان کې يوې جلسې ته وويل، ولس ته مالومه ده چې د سېنېټ څوکۍ په پیسو اخستلې کيږي خو اپوزيشن نه غواړي چې په سياست کې د درغلۍ مخه ونيول شي.

په راتلونکې مارچ مياشت کې د سېنېټ د ۵۲ څوکيو موده پورا کيږي، د انتخابي قانون له مخه دا انتخابات د خفيه رای شمارۍ په بنياد کېږي خو حکومت غواړي چې دا قوانين بدل کړي او په ښکاره ډول رای ورکړل شي، په دې اړه په سپريم کورټ کې هم مقدمه روانه ده او صدر عارف علوي دا فرمان (ارډيننس) د سپريم کورټ له پرېکړې سره مشروط کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG