د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز پارټۍ د سېنټ ټاکنو په اړه د ولسمشر فرمان غېرجمهوري بللی


بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

د پاکستان اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر د سېنيټ انتخاباتو په اړه د دې هېواد د ولسمشر فرمان يو غېر جمهوري عمل بللی دی.

بلاول بوټو زرداري د فرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال تور پورې کړ چې حکومت د اسمبلۍ پر خپلو غړو باور نلري نو ځکه يې د ارډېننېس په جاري کولو سره د سېنټ انتخابات د ښکاره رايې له لارې کوي.

تردې وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په ټاکنو کې په ښکاره د رايې د ورکولو پر صدراتي حکم لاسليک وکړ. د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ارډينېس پر خپل ټويټر پاڼه خپور کړی. دې ته د ارډېنېنس ۲۰۲۱م نوم ورکړل شوی خو البته دا په سپريم کورټ کې د ولسمشر له خوا د جمع شوي درخواست سره مشروط کړل شوی دی.

په دې درخواست کې ويل شوي چې دا به په هغه صورت کې عملی کېږي کله چې د انتخاباتو په اړه د ايين ۲۲۶م مادې چې پکې د پټو رايو د کارولو خبره شوې ده په اړه سپريم کورټ خپل نظر ورکړي.

حکومت د ولسمشر تر منظورۍ وروسته د سېنيټ انتخابات د ښکاره رايې اچونې له مخې کولو په اړه د د دیسمبر پر ۲۳مه سپريم کورټ ته درخواست ورکړی وو. حکومت دريځ لري چې په داسې کولو سره به ټاکنې شفافې وشي. ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د مارچ په مياشت کې د سېنټ ټاکنې وشي.

د پاکستان تحريک انصاف حکومت د فرورۍ په درېيمه په پارلمان کې د اپوزیشن په سخت شور کې په ښکاره ډول د سېنټ ټاکنو د کولو لپاره په ايين کې د ترميم بیل وړاندې کړی وو. د قانون وفاقي‌وزیر، فروغ نسيم په دغه مهال وويل چې دوی غواړي په سېنټ‌کې د پټو انتخاباتو په ختمولو سره د رايو د خرڅلاو مخه ونیسي. خو پر بيل رایې وانه چول شوې.

مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د دې بيل مخالفت وکړ او غړو یې وويل چې حکومت اپوزیشن په اعتماد کې نه دی اخیستی او د ايين د بدرنګولو کوښښ‌کوي.

په همدغه ورځ تر دې لږ مخکې په پارليمان کې هغه وخت د اپوزیشن او حکومتي غړو ترمنځ شور او ناندرۍ وشوې چې مخالفو سياستوالو پر سپېکر تور پورې کړ چې هغوی ته د خبرو کافي وخت نه ورکوي خو هغه دا الزام رد کړ.

XS
SM
MD
LG