د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوداګر په خوست کې د پاکستان کونسلګری د خلاصولو غوښتنه کوي


د فېبرورۍ پر پنځمه یادې څرګندونې خوستیو سوداګرو د غلام خان لارې د ستونزو په هوارولو کې د ولسي جرګې د یو غړي غفارخان تڼي د هڅو د ستاینې په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د فېبرورۍ پر پنځمه یادې څرګندونې خوستیو سوداګرو د غلام خان لارې د ستونزو په هوارولو کې د ولسي جرګې د یو غړي غفارخان تڼي د هڅو د ستاینې په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.

خوستي سوداګر وايي، که چیرې په دې ولایت کې پاکستان خپله کونسلګري خلاصه کړي، نو د خلکو د تګ راتګ لپاره د ویزو د اسانتیا په ګډون به په دواړو لورو کې سوداګري وده وکړي او نرخونه به ورسره ارزان شي.

دوی وايي، په اوس وخت کې د خوستیو سوداګرو تشې لارې تورخم ته ځي او هلته پاکستان ته د تګ د یوې پېرې لپاره لږ ترلږه شل ورځې منتظر پاتې کیږي، ځکه د غلام خان په لاره افغاني بار وړونکي موټر له صفري نقطې مخته نه پرېښودل کیږي.

د فېبرورۍ پر پنځمه یادې څرګندونې خوستیو سوداګرو د غلام خان لارې د ستونزو په هوارولو کې د ولسي جرګې د یو غړي غفارخان تڼي د هڅو د ستاینې په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.

خوستیو سوداګرو د ولسي جرګې استازي غفارخان ته د سرو زرو مډال ورکړ.

خوستي سوداګر محمدانور افغان مشال راډیو ته د غلام خان د لارې په باب وویل:

"په خوست کې باید کونسلګري ایجاد شي، یو دا نه چې د خلکو د ویزو مساله ده، دلته زموږ غټې لارې د غلام خان د صفري نقطې څخه اخوا نه پریږدي، د پاکستان دولت وايي، چې ته اجازه لیک نه لرې، په تورخم ولاړ شه، زموږ لارۍ تورخم ته ځي، هلته ۲۵-۲۰ ورځې انتظار کوي، تر څو چې د یوې پیرې وار ورکړی شي، کچیرې موږ دلته کونسلګري ولرو، دوی به دلته موږ ته روډ پاس راکړي، په کرایو او توکو کې زیاته ارزاني راځي، نو دا ګټه د افغانستان ټول ولس ته ده."

خوستي سوداګر زیاتوي، دوی دا شل کاله د غلام خان د لارې د ترانزیټ کیدو غوښتنه کوي، خو ایله اوس وخت کې يې په اداري چارو کې څه نا څه پرمختګ شوی، چې دوی هیله من دي په دې لاره به د ټولو قانوني توکو صادرات او واردات پیل شي.

د دوی په وینا، کله چې له پاکستاني سوداګرو څخه د انټرنیټي شبکو یا تلیفون په واسطه توکي واخلي، نو ځینې وخت يې کیفیت هسې نه وي، لکه دوی چې سودا کړي وي، نو په دې سره سوداګرو او عوامو ته زیان رسیږي.

په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې د مدیر هیات مشر حاجي شهباز ګربز بیا په خپلو خبرو کې په داخل کې هم ځینې خلک سوداګرو ته د مزاحمتونو په جوړولو تورنوي.

دی وايي، مشکوک موټر باید ښه تلاشي شي، خو په اوسني وخت کې يې اساسي لاره داده چې د تلاشۍ ښه ټکنالوژي ورته نصب شي، نه دا چې په لاسونو ټول مالونه ګډ وډ او خراب کړي.

د خوراکي توکو یو سوداګر انور تڼی غوښتنه کوي، چې د ګمرک د محصول د تحویلۍ لپاره دې په غلام خان کې بانک خپله نماینده ګي پرانیزي.

دوی وايي، که چیرې دوی د ترکاریو او چرګانو محصول د خوست په ګمرک تحویلوي، له یوې خوا ورباندې وخت ډېر تیریږي او بل لوري ته دا شیان زیانمنیږي.

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو مشر نواب امیرزی د سوداګرو یادې ستونزې مني او وايي، چې دې ستونزو په دې ولایت کې د سوداګرۍ د پرمختګ مخه نیولې ده.

ده د شمالي وزیرستان پر چارواکو هم نیوکه وکړه، چې دوی سره يې تر بنو پورې د افغاني موټرو د تګ په هکله کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

نواب امیرزي یو شمېر کشفي او امنیتي ادارې هم د دوی په چارو کې په لاس وهنو تورنې کړې او ويې غوښتل، چې هره اداره دې د خپلو کاري لوایحو په رڼا کې فعالیت وکړي.

بل لوري ته د ولسي جرګې استازی غفار خان تڼی وايي، چې دا شل کاله چارواکو ددې لارې د ترانزیټ کیدو ژمنې کړي، خو اوس دا هیله مندي پیدا شوې، چې ممکن ډېر ژر ددې کار د عملي کیدو شاهدان واوسو.

ده وویل، دومره تاسیسات شته، چې اوس لاس په لاس ورڅخه کار اخیستل کیږي، خو د مرکزي حکومت سره په غلام خان کې د تاسیساتو د جوړولو فنډ شته، چې ښايي په نږدې ورځو کې يې د تاسیساتو د جوړولو کار هم پیل شي.

یاده دې وي، د غلام خان لاره چې کراچۍ بندر ته د نورو لارو په پرتله نږدې ۴ سوه کیلومتره کمه ده، ددې سیمې د دواړو لورو خلکو يې په پرلپسې توګه د ترانزیټ غوښتنې کړې دي.

د افغان حکومت چارواکي ویلي، چې په اصولو کې د غلام خان بندر د ترانزيټ کېدو پر سر موافقه شوې او په مناسب فرصت کې به د دواړو هېوادنو د مشرانو یا استازيو لخوا ددې لارې ترانزیټ کېدل لاسلیک او رسمي اعلان شي.

XS
SM
MD
LG